رادمنش: دهنې غوري او د هلمند ۳ ولسوالیو کې عملیات روان دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د بغلان په دهنې غوري او هلمند ولایت په درېیو ولسوالیو کې محاربوي او تصفیوي عملیات روان دي.

د بغلان په دهنې غوري ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو جګړو وروسته د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دغلته وضعیت عادي شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د بغلان په دهنې غوري ولسوالۍ کې دا مهال محاربوي عملیات پیل شوي او سیمې ته هم تازه دمي سرتېري استول شوي دي.

دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"دا مهال زموږ تازه دمه ځواکونه دهنې غوري ولسوالۍ ته رسېدلي دي او هلته عملیات پیل شوي، زه ویلای شم چې ممکن له څو ساعتونو وروسته هلته امنیتي وضعیت بدلون وکړي."

د بغلان د دهنې غوري ولسوالۍ تر پنځو ورځو جګړو وروسته دوه ورځې وړاندې د طالبانو لاسته ولوېده او په هلمند کې هم د افغان ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو تر منځ له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هلمند په مارجې، ګرمسېر او ناوې ولسوالیو کې هم کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی او تصفیوي عملیات روان دي.

دوی وایي، په دغو عملیاتو کې لسګونه وسله‎والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي حیات‌الله حیات بیا ازادي راډيو ته وویل چې د هلمند په یو شمېر سیمو کې د وسله‎والو مخالفینو له لوري ماینونه اېښودل شوي او د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات په تدریجي ډول مخ ته ځي.

خو یو شمېر افغان کارپوهان د هلمند او بغلان وروستیو جګړو ته په اشارې وایي، د سیمې استخبارات هڅه کوي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکړي.

د پوځي چارو کار پوه جنرال امرالله امان

د پوځي چارو کار پوه جنرال امرالله امان په ‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان جګړه د افغانانو کورنۍ جګړه نه‎ده بلکې له بهره پلان شوې ده چې ملاتړ یې د سیمې د هېوادونو له‎خوا کېږي، دوی یوازې غواړي چې په سیمه کې څو ورځې جګړه توده وساتي حکومت کمزوری وښیي او خپل اغېزې سیمې باندې څرګند کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هلمند کې د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وویل چې د هلمند نادعلي او ناوې په جګړه کې يې د پاکستاني جنرالانو د حضور په اړه شواهد ترلاسه کړي دي.

د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار

خو افغان کارپوه جنرال امرالله امان وایي، افغان حکومت باید په‎دې اړه خپل اسناد او شواهد له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي څو پر پاکستان او د سیمې په هېوادونو فشار راوړي چې په افغانستان له ورانکارو فعالیتونو لاس واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ