خبرونه
صديقي: په هلمند کې لا هم امنيتي ګواښونه شته

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په هلمند ولايت کې لا هم امنيتي ګواښونه شته.
دغه وزارت وايي د کورنيو چارو وزارت ارشد معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال مراد علي مراد په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو د څارنې لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کورنيو چارو وزارت پر رسمي فېسبوک پاڼه په يوه ويډيويي پيغام کې په مجموع کې د هلمند پر وضعيت خبرې کړي:
”وضعيت د بدلون په حال کې دى، خو د هلمند په څو سيمو کې ګواښونه شته، ډېره هڅه کوو، چې دغه تهديدونه ليرې شي“
د هلمند چارواکي وايي په وروستيو ناامنيو کې له بېلابېلو ولسواليو شا و خوا ٤زره کورنۍ بېځايه شوي دي.
د هلمند په اړه بل خبر دا دى په درېيو ولسواليو نادعلي، ګرمسېر او ګريشک کې ٢٥ تنه وسلوال وژل شوي دي.
د هلمند د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دغو عملياتو کې ٧ تنه نور وسلوال ټپيان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
خلیلزاد: د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه کې د بګرام اډې کارونه، د راتلونکو احتمالي هوکړو برخه ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره له بګرام اډې ګټه اخیستنه، له طالبانو سره د دوی د راتلونکو احتمالي خبرو برخه ده.
خلیلزاد چې تازه د بندیانو او برمته شویو د تبادلې په هدف کابل ته سفر کړی نن شنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، که چیرته د زندانیانو او برمته شویو کسانو په مسله کې جوړجاړی کیږي، احتمال شته چې د نورو هوکړو پړاوونه به هم پيلیږي.
ده ویلي " د وخت په تیرېدو، د زیاتې امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره زه د بګرام اډې د کارونې مسله نه ردوم."
هغه ویلي چې دغه مسله به ننګوونکې وي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل، بګرام اډه بیرته نیسي او په دې اړه له افغانستان سره خبرې کوي.
د غزې پر ښار د اسراییل بریدونه روان دي

د روغتیایي چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو تیره شپه په غزه ښار کې د عملیاتو پرمهال لږ تر لږه څوارلس تنه وژلي دي.
اسراییل د غزې تړانګې د دې ښار له خلکو غوښتې دي چې سیمه پریږدي.
اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې دا بریدونه په داسې حال کې روان دي چې لویدیځ له دې جګړې څخه په تنګ شوی او یوشمیر غربي هیوادونو ویلي دي چې روانه اونۍ به د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د دولت د رسمیت پیژندلو لپاره هڅې وکړي.
تازه پرتګال ویلي دي چې د جمعې په ورځ به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني. تر دې مخکې بریتانیا، کاناډا، استرالیا، مالتا، بلجیم او لوګزامبورګ ورته ژمنې کړې دي.
د اوکراین ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره ګوري

د اوکراین ولسمشر وایي چې هغه به روانه اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د ولادیمیر زیلینسکي په وینا نن رسنیو خبر ورکړ چې دی به د امریکا له ولسمشر سره د دې غونډې په ترڅ کې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه خبرې و کړي او په ورته خت کې به له ښاغلي ټرمپ سره پر روسیې د بندیزونو په تړاو وغږیږي.
روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکراین بریدونه زیات کړې دي.
د اروپا په یوشمیر مهمو هوایي ډګرو کې الوتنې ګډې وډې شوې

د اروپا د هوایي ډګرونو د خدماتو د چمتو کولو ادارې( ایرو سپیس) فرانس پریس اژانس ته ویلي چې نن د اروپا پر یو شمیر مهمو هوایي ډګرونو د سایبر برید شوی دی.
د راپور له مخې د بروکسل، برلین او د لندن د هیترو هوایي ډګرونو په شمول د اسنادو د لیدو او د وسایلو د تنظیم چارې له ګډوډۍ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.
دا سایبر برید په یوشمیر هوایي ډګرونو کې د الوتنو د ځنډ او خنډ سبب شوې دی.
پر ایران د بندیزونو د لګیدو مسوده رد شوه

د ملګرو ملتو امنیت شورا د ایران پر وړاندې د بندیزونو د دایمي لرې کولو لپاره د پریکړه لیک مسوده رد کړه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړیو ته اړتیا وه چې د جمعې په ورځ د پریکړې مسودې ته رایه ورکړي.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د اګست په اته ویشتمه دیرش ورځ وخت وټاکه چې په ترڅ کې یې پر ایران سخت بندیزونه ولګول شي. دغو اروپایي ځواکمنو هیوادونو تهران تورن کړی دی چې د دوه زره پنځلسم کال د اټومي تړون په پلي کولو کې پاتې راغلی دی. ایران دا تور رد کړی دی.
روسیې، چین، پاکستان او الجزایر د جمعې په ورځ د مسودې تایید وکړ چې بندیزونه لرې شي. نهو غړیو په مخالفت کې رایه ورکړه او دوو غړیو له ګډون څخه ډډه وکړه.
تهران او مهم اروپایي هیوادونه لاهم یوه اونۍ وخت لري چې یوې موافقې ته ورسیږي.
د سریلانکا او بنګله دیش د کرکټ لوبه

د کرکټ د اسیا جام لوبو په ترڅ کې نن سریلانکا او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخیږي.
په دې اتلولۍ کې اوس د همدې دوو لوبډلو ترڅنګ په بل ګروپ کې هند او پاکستان لوبډلې پاتې دي. سبا به د هند او پاکستان مسابقه وي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په خپل ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دیش څخه ماتې وخوړه او له دې جامه بهر شو.
دا مسابقې په متحد عربي اماراتو کې د سپتمبر په نهمه پيل شوې دي چې پایلوبه به یې د همدې سپتمبر په اته ویشتمه وي.
ټرمپ: له افغانستان سره د بګرام هوایي اډې په اړه غږیږو

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي چې دی له افغانستان سره د بګرام د هوایي اډې د بیرته نیولو په تړاو خبرې کوي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې موږ باید کله هم دا اډه نه وای پرې ایښې.
تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ په لندن کې د سفر پرمهال خبرې غونډې ته ویلي و چې د هغه حکومت هڅې کوي چې امریکایي ځواکونه بیرته بګرام هوایي اډې ته ستانه کړي.
دا اډه امریکایي ځواکونو په دوه زره یو ویشتم کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ لږ مخکې پرې ایښې وه.
ټرمپ د لندن په خبرې غونډه کې ویلي و چې د بګرام هوایي اډه خورا ارزښتمه ده، ستراتیژیک اهمیت لري، د چین اټومي تاسیساتو ته نژدې ده.
بل لور ته د دې څرګندونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د پنجشنبې په ورځ په پیکنګ کې وویل چې هیواد یې د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکې باید د افغانانو په لاس کې وي.
نوموړي زیاته کړه چې د چین هیله دا ده چې ښکېلې خواوې په سیمه ییز ثبات کې رغنده رول ولوبوي.
د بریټانیا صدراعظم د طالبانو له زندانه د دوو انګریزانو په خوشې کېدو کې د قطر د هڅو ستاینه وکړه

د ښاغلي سټارمر دفتر په یوه بیان کې د هغه په حواله لیکلي چې: «غواړم د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په شمول د قطر له حیاتي رول څخه مننه وکړم»
د بريټانیا صدراعظم زیاته کړې چې د دغې بریټانوۍ جوړې د خوشې کېدو د خبر لپاره یې اوږد انتظار ایستلی وو.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو.
هغوی پرون د طالبانو د حکومت له خوا د قطر په منځګړیتوب خوشې او دوحې ته انتقال شول.
په دوحه کې د یادې بریټانوۍ جوړې د کورنۍ غړي هوایي ډګر ته ورغلي وو او تمه ده بریټانیا ته ولاړ شي.
د مکسیکو په پلازمینه کې د اوبلن ګازو د ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی

په مکسیکو ښار کې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) وویل چې په ایزتاپالاپا کې د وروستۍ پیښې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی، چې ۲۱ کسان په روغتون کې بستر شوي او ۳۸ نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د رویټرز په وینا، د چهارشنبې په ورځ د ایزتاپالاپا په یوه ګڼه ګوڼې لویه لاره کې د شاوخوا ۵۰،۰۰۰ لیتره ګازو بار یوه لارۍ د دیوال سره تر ټکر وروسته وچاودېده، چې شاوخوا ۳۰ نور موټرونه یې وسوځول.
دې پیښې د مکسیکو په لویو لارو کې د خوندیتوب شرایطو په اړه اندیښنې راپورته کړې. د لومړنیو تحقیقاتو له مخې ټانکر لارۍ ډېره چټکه تله او چلوونکی یې هم بې تجربې وو.
د استونیا هوايي حریم ته د روسۍ جټ الوتکو ننوتل

استونیا وايي چې د روسیې درې میګ-۳۱ جنګي الوتکې د پنجشنبې په ورځ د دوی هوايي حریم ته ننوتلې دي.
په پلازمېنه تالین کې د استونیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د روسیې جیټ الوتکې د سپتمبر په ۱۹مه د ۱۲ دقیقو لپاره د استونیا په هوايي حریم کې پاتې شوې او د استونیا جیټ الوتکو لخوا یې مخه ونیول شوه.
استونیا، چې د ناټو او اروپايي اتحادیې غړې ده، وویل چې دوی به د ناټو د منشور د څلورمې مادې په اړه د غونډې غوښتنه وکړي.
دا پیښه د ناټو او اروپايي ټولنې د دوو نورو غړو پولنډ او رومانیا هوايي حریم ته د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تر ورتلو وروسته رامنځته کېږي.