عادل وايي د عالمانو شورا د ده طرحه معقوله او سمه وبلله

د مدني ټولنې یو فعال خان ولي عادل وايي، دا چې د افغانستان د علماو شورا، په بدو کې د نجونو ورکول، د کونډو پلورل او د کونډو پر حقونو سترګې پټول، د اسلام له اصولو خلاف وګڼل او په دې برخه کې یې فتوا صادره کړه، د ده د اعتراضونو یوه برخه یې حل کړه.

خان ولي عادل له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د کابل ښار د دارالامان د سړک پر څنډه د تحصن په خیمه کې ناست او له حکومته یې غوښتل چې په بدو کې دې د نجونو د ورکولو او د کونډو د حقونو د سرغړوونکو مخه ونیسي.

ده د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، خوښ دی چې د افغانستان د عالمانو شورا د ده طرحه معقوله او له اسلامي شریعت سره سمه وبلله:

"خوشبختانه د علماو شورا غړي راغلل او د رسنیو په مخکې یې فتوا صادره او ويي ویل هر څوک چې نجونې په بدو کې ورکوي، هر قومي مشر چې په کې جرګه کوي او هر ملا چې د دې ډول نجونو نکاح تړي، ټول مجرمان دي."

خان ولي عادل وايي، له ډېرو کلونو راهیسې د هېواد په ځینو سیمو کې په بدو کې د نجونو ورکول او د کونډو پر حقونو سترګې پټول په یو دود اوښتی او کله کله دغه پېښې د کورنیو او قومونو ترمنځ په خونړیو نښتو اوښتې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

خان ولي عادل به د خپل اعتراض لمنه وغځوي

د ښاغلي عادل دا حرکت مدني ټولنې، د ښځو د حقونو فعالانو او د بشرې حقونو ارګانونو تایید کړي او په غونډو او ناستو کې يې ورسره د همکارۍ ژمنې کړي دي.

د افغانستان د علماو شورا وايي، په بدو کې د نجونو ورکول او د کونډو د حقونو سرغړونه د شریعت خلاف عمل دی او هر غړی او ډله چې د اسلام ضد اعمالو پر وړاندې غږ پورته کوي، دغه شورا یې تاییدوي.

د دغې شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي ازادي رادیو ته وویل:

"د علماو شورا مخکې هم په دې ارتباط ډېرې مصوبې صادر کړي دي. شرعي حکم دی چې په بدو کې د ښځو ورکول، د کونډو خرڅول او د هغوی حقونه خوړل ناروا دي. زموږ څخه یې غوښتنه کړې او موږ ورته شرعي حکم بیان کړی. د هر چا حق دی چې په دې اړه معلومات وغواړي او موږ یې ورته واضح کړو او علما فتوا ورکړي. پلي کول یي د اجرایې ارګانونو دنده ده."

په دې اړه د افغانستان جمهور رییس او اجراییه رییس ډېر ځله په خپلو ویناګانو کې ویلي چې د ښځو د حقونو خوندیتوب د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د خان ولي عاد د مبارزې خېمه لا ولاړه ده

په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ ګڼ شمېر ارګانونه له څو کلونو راهیسې هڅې کوي چې ښځو ته شرعي او مدني حقونه ورکړل شي خو له دې سره-سره اوس هم د دغه هېواد په ځینو سیمو کې په بدو کې نجونې ورکول کیږي، په زوره ودیږي، د تعلیم مخه یې نیول کیږي او زور زیاتی ورسره یو عادي چلند ګڼل کیږي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون تاییدوي چې په دې هېواد کې اوس هم د ښځو پر وړاندې زور زیاتی روان دی.

راپور : خان محمد سیند