د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

عادل وايي، افغان حکومت یې غوښتنو ته پام نه دی کړی


خان ولي عادل
خان ولي عادل

خان ولي عادل چې په بدو کې یې د نجونو او ښځو د ورکولو پرضد، مدني خوځښت پیل کړی وايي چې حکومت یې غوښتنو ته پام نه دی کړی.

عادل وايي، که حکومت یې ملاتړ ونه کړي، په تحصن، لاریونو او د نه خوړلو په اعتصاب به لاس پورې کړي.

دی هغه ځوان دی چې د دوو میاشتو راهیسې یې په بدو کې د نجونو او ښځو د ورکولو پر ضد مدني خوځښت پیل کړی دی.

عادل چې د کابل ښار د دارالامان د سړک څنډې ته په یوې خیمه کې ناست و، د چهار شنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل، د ده حرکت له شرعي، مدني او بشري اصولو سره سم دی خو حکومت او نورو مسوولو ارګانون ورته په دومره موده کې لازمه پاملرنه ونه کړه.

دی وايي:

"هغه ادارې چې زموږ غوښتنې ورته متوجه دي، هغوی چُپ دي، که غوښتنې مو ونه منل شي موږ به تحصن پراخ کړ. زه به د نه خوړو اعتصاب وکړم، د هېواد په ډېرو ځایونو کې به د تحصن خیمې ودروو او اعتراض به پراخ کړو."

عادل چې د کابل ښار د دارالامان د سړک څنډې ته په یوې خیمه کې ناست و
عادل چې د کابل ښار د دارالامان د سړک څنډې ته په یوې خیمه کې ناست و

خان ولي عادل وايي، په بدو کې د ښځو او نجونو ورکول، له دوی سره زور زیاتی، د دوی حقونه تر پښو لاندې کول، د دوی د زده کړو مخه نیول او داسې نور هغه ستونزې دي چې له پخوا راهیسې په هېواد کې د یو دود په بڼه روانې دي.

دی وايي، دغه دود د ټولو مدني او شرعي اصول خلاف دی او باید له منځه لاړ شي.

ده دا هم وویل چې حکومت ته یې په دې اړه یو لړ طرحې او وړاندیزونه هم کړي دي.

پخوا تر دې ګڼو مدني فعالانو د غونډو په ترڅ کې د عادل د طرحو ملاتړ کړی دی.

افغان ښځې هم د حکومت له مسوولو ارګانونو هیله کوي چې حکومت دې په دې برخه کې د عادل ملاتړ وکړي.

د کابل ښار اوسیدونکې ملالۍ مهمند ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت د ښځو د حقونو خبرې کوي او تل په پروګرامونو په دې موضوع تاکید کوي. حکومت له ښځو سره يې ژمنې هم کړي، اوس د دې وخت رارسیدلي چې حکومت په دې برخه خپلې ژمنې عملي کړی.د حکومت اقدام به ټول هېواد کې د ښځو ستونزې کمې کړي."

افغان چارواکي وايي، د ښځو د حقونو خوندیتوب د حکومت په لومړیتوبونو کې دی او د خان ولي عادل طرحې یې په پام کې نیولې دي.

مینه پال: د قومونو او سرحدونو چارو وزیر د خان ولي عادل د تحصن خیمې ته ورغلی و
مینه پال: د قومونو او سرحدونو چارو وزیر د خان ولي عادل د تحصن خیمې ته ورغلی و

د جمهور ريیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزیر د خان ولي عادل د تحصن خیمې ته ورغلی و او پر موضوع یې ورسره په تفصیل سره خبرې کړي دي، له هغې وروسته یاد وزارت ټولو قومي شورا ګانو ته سپارښتنه کړې چې په دې برخه کې څرګندې او لازمې هڅې وکړي."

په افغانستان کې له تېرو شاوخوا ۱۴کلونو راهیسې د ښځو د مدافعینو په نامه ګڼ شمېر کورنۍ او بهرنۍ موسسې فعالې دي خو خلک وايي، له دې هڅو سره سره، د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم له ښځو سره زور زیاتی روان دی، د زده کړو دروازې يې پر مخ تړلي، په زور ودیږي او وهل ټکول یې د نارینه حق ګڼل کیږي.

اخوا په ځینو سیمو کې ښځې او نجونې تیښتې او ځان وژنې ته هم اړې کړي دي.

د چارو پوه سردار ځدران وايي، د حکومت اړوندو ارګانونو ته پکار ده چې د دې ستونزې مخنیوي ته د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG