د ننګرهار مدني فعالانو د خان ولي عادل د مبارزې ملاتړ وکړ

په ننګرهار کې یو شمېر مدني فعالانو او ښځينه فعالینو د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې په بدو کې د مېرمنو د ورکړې پر خلاف د مدني فعال خان ولي عادل د هغې مبارزې ملاتړ وکړ چې په بدو کې د ښځو ورکول باید جرم وګڼل شي.

خان ولي عادل له تېرو څلورو میاشتې راهیسې د کابل د دارلامان په سیمه کې خيمه وهلې او په بدو کې د ښځو ورکولو پر ضد يې غږ پورته کړی.

خان ولي عادل

نوموړي تېره ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه نااميدي ښکاره کړې چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې يې د ناوړه دودونو پر خلاف يي مبارزه پيل کړې خو چا يي غږ نه دی اورېدلی دی وايي که په بدو کې د ښځو ورکول او نور ناوړه دودونه جرم ونه ګڼل شي نو دی به ځان سوزونه وکړي.

د نوموړي د ملاتړ په موخه په دې خبري ناسته کې ښځينه فعالینو وويل لا هم په هېواد کې د ښځو پر وړاندې ناوړه دودونه موجود دي او زیاته يې کړه چې نه یوازې په بدو کې د ښځو ورکول بلکې هغه ټول دودونه چې د مېرمنو ژوند يې تریخ کړی پر هغې باید قانوني بندیز ولګول شي:

"ملیحه د کور ښځينه بهير غړې یم افغانستان یو داسې هېواد دی چې ښځې تل د ناوړه دودونو قرباني کېږي، ښځې ټکول کېږي، ښځې په بدو کې ورکول کېږي ،که خاوند يي مړ شي د هغې پوښتنه نه کېږي او خپل لیور ته واده کېږي موږ نور له دغو رواجونو نه په تنګ راغلي یو.

نوم مې رڼا ده دلته په یوه کورس کې استاده یم په بدو کې د ښځو ورکړه دا ډېر غټ جرم دی او دا کار په اسلام کې هم نه دی ستایل شوی نو زموږ غوښتنه داده چې حکومت د دې دود پرضد باید جدي مبارزه وکړي."

د يو شمېر مدني ټولنو په استازولي ارشاد رغاند ګواښ وکړ که د دوی د غوښتنو د نه منلو په صورت کې خان ولي عادل ځان وژنه وکړي نو افغان حکومت به يي مسول وي:

"د دولت له رهبرۍ او د درې ګونو قواوو څخه غوښتنه کوو چې په بدو کې د ښځو ورکړه د لوی او نه بخښوونکي جرم په توګه وپيژني او ددې ناوړه جرم مرتکبینو ته سخته سزا وټاکل شي او که چيرې دا غوښتنه ونه منل شي او که د ورکړي خبرداري مطابق خان ولي عادل ځان ته د اوراچونې سره خپل ژوند واخلي دده مسولیت به يي د هماغو ادرسونو په غاړه وي چې ددغو روا او قانوني غوښتنو په پوره کولو کې غفلت کوي."

سره له دې چې په تېرو څو کلونو کې د مختلفو ادارو له لارې د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر د عامه پوهاوی پروګرامونه ترسره شوي خو د يو شمېر ښځینه فعالینو په خبره لا هم د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې داسې دودونه ژوندي دي چې د مېرمنو ژوند يې تریخ کړی او د ټولنیزو محدودیتونو له امله خپل غږ نشي پورته کولای.

راپور: شاه محمود شینواری