غورځنګ: کندز کې د افغان ځواکونو پراخ تهاجمي عملیات پیلیږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د وسله والو مخالفینو څخه د کندز د بشپړې تصفیې او پراخو تهاجمي عملیاتو لپاره یې امنیتي ځواکونه چمتوالی نیسي.

د ملي امنیت شورا په دې باور ده چې د دې عملیاتو په نتیجه کې به د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه په بشپړ ډول له وسله والو مخالفینو پاک شي.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات به مشخصاً کله پیل شي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د دې عملیاتو د مشخص وخت په اړه څه نه شو ویلای خو په کندز کې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د افغان ځواکونو پراخ تهاجمي عملیات پیلیږي او ژمنتیا دې ته ده چې په کندز او د افغانستان په شمال ختیځ کې دښمن په بشپړ ډول له منځه یوړل شي او هلته د دایمي ثبات او امنیت زمینه برابره شي."

تواب غورځنګ

د ملي امنیت شورا په وینا د عملیاتو دا طرحه د خلکو د اندیښنو او غوښتنو په نظر کې نیولو سره ترتیب شوې چې په نتیجه کې به یې په شمال ختیځو ولایتونو کې د سیمه ییزې حکومتوالي پیاوړتیا او دوامداره پراختیا ته زمینې برابرې شي.

په کندز کې د پراخو تهاجمي عملیاتو د پیلولو پریکړه هغه ولایت ته د ملي امنیت د شورا سلاکار، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د قومندان له سفر وروسته کیږي.

هغه ولایت ته امنیتي او دفاعي لوړ پوړو دغو چارواکو داسې مهال د سې شنبې په ورځ سفر وکړ چې د کندز ولایتي شورا یو شمېر استازو یو ځل بیا د کندز ولایت د سقوط اندیښنې څرګندې کړي وې.

وسله والو طالبانو تېرکال د څو ورځو لپاره د کندز ښار نیولای وو.

د کندز د ولايتي شورا غړي وايي چې د دوه اونیو راهیسې د قلعه زال ولسوالۍ سقوط کړی، په قلعه زال او دشت ارچي ولسوالیو کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي چې کندزته د حکومتي چارواکو سفر او طرحې یوازې نمایشي بڼه لري.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"د هرې پېښې امکان شته، عمل نشته ولې یوازې خبرې کیږي چې د کندز خلک خوشحاله کړي هر ځلي چې کوم پلاوی راځي د کندز ناامنی ډېریږي دا چې پراخ عملیات لري دوی کولای شول دا موضوع له مرکزه هم مطرح کړي."

له دې ټولو سره د نظامي چارو کارپوه بشیرهاتف وايي، ترهغې چې د مخالفینو د ځپلو طرحه عملاً منظمه ترتیب نه شي، په مدیریت کې تشې له منځه لاړې نه شي د عملیاتو پیلول به پرته له دې چې نظامیانو ته تلفات وارد کړي بله لاسته راوړنه ونه لري.

ښاغلی هاتف په دې باور دی چې که د کندز لپاره نوی پلان ژر عملي نه شي د دې ولایت ناامنۍ ان کولای شي د افغانستان د شمالي ولایتونو تر څنګ منځنی اسیا هم وګواښي.

یوسف خان ځدراڼ