د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

سامح: د کندز قلعه زال او دشت ارچي کې وسله وال سخت ځپل شوي


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې دوی په قلعه زال او دشت ارچې ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د تصفیوي عملیات پیل کړي او له کبله یې په دې وروستې اوونۍ کې څه باندې ۲۰۰ تنو وسله والو طالبانو په دې دوو ولسوالیو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندز کې د پامير د شلمې فرقې چارواکي وايي چې په قلعۀ‌زال او دشت ارچې ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو د طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي چې په پایلې کې په دې وروستې اوونۍ کې څه باندې ۲۰۰ تنو وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله رسېدلي ده.

په کندز ولایت کې د پامير د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال محمداکرم سامح له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اوس مهال د افغان ګډو ځواکونو پوځي عملیات د دې ولایت په قلعۀ‌زال او دشت ارچې ولسوالیو کې جریان لري او په پایلې کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

په دې اړه ښاغلي سامح داسې وویل:

سامح: پدې عملیاتو کې طالبانو درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
سامح: پدې عملیاتو کې طالبانو درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

"په کندز ولایت کې هیڅ یوه ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې نه ده او یوازې ددې ولایت په قلعۀ‌زال او دشت ارچې ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه موجود دي چې په دې ولسوالیو کې اوس مهال زموږ تصفیوي عملیات دوام لري."

نوموړې وايي چې په دې عملیات کې د سله والو طالبانو درې عرادې هاموي زغروال موټرونه او یوعراده رنجر هم له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخېل بیا وايي چې وسله وال طالبان په خپل عمري عملیات کې ناکامه شوي او اوس هڅي کوي چې د دې ولایت په یوشمېر ولسوالیو باندې تعرضونه او برېدونه وکړي.

ښاغلي عمرخېل زیاته کړه چې په قلعۀ‌زال او دشت ارچې ولسوالیو کې په دې خاطر تصفیوي عملیات ورو جریان لري چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي:

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

"جنګ دوام لري خو جنګ کله ګرم وي او کله سوړ وي، خو په دې اندازه هم نه دې چې خلک تبلیغات کوي، خو موږ په دې جنګ کې له ژورې پاملرنې څخه ګټه اخلو، څو د ملکي خلکو له مرګ ژوبله څخه مخنیوي وشي."

خو په قلعۀ‌زال او دشت ارچې ولسوالیو کې د روانو جګړو له کبله سلکونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي او ددغو ولسوالیو خلک وايي چې په جګړه کې د ښکېلو ډلو د توپونه ډزو له کبله یوشمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د کندز سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې تراوسه پورې دوی د ملکي وګړو د مرګ ژوبله په اړه کره راپور نه دې ترلاسه کړي.

دیادونې ده، د نوموړې ولایت یو زیات شمېر اوسېدونکي وايي چې د کندز سقوط نه وروسته تر اوسه پورې حکومت د دې ولایت د امنیت د لمني پراختیا په برخه کې جدې ګامونه نه دې پورته کړي او یوازې یې د ولایت په مرکز همدارنګه د ولسوالیو د مرکزونه په ساتنې تکیه کړي ده.

بل‌خواذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي چې د قلعۀ‌زال مرکز لاهم د دوی په کنټرول کې دی او په دې دوو ولسوالیو کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبله اړولو ادعا هم کوي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG