افغان امنیتي چارواکو د کندز امنیتي وضعیت وڅېړه

نن سې شنبې د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور، د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او په افغانستان کې ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت قوماندان له یوشمېر پوځي چارواکو سره کندز ولایت ته یې سفر کړي وو.

یاد پلاوي کې د ملي امنیت شورا مشاور، د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او په افغانستان کې ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان له یوشمېر پوځي چارواکو سره کندز ولایت ته یې سفر کړي وو.

دغو جګ پوړو چارواکو وویل چې د دوی د سفر اصلي هدف دا دي، څو د دې ولایت امنیتي وضعیت څخه له نږدې لېدنه وکړي او له سیمه ییزو چارواکو سره ددې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه له نږدې خبرې وکړي.

د کندز والي اسدالله عمرخیل په خپل خبرو کې وویل، که چېرې دې ولایت ته جدې پاملرنه ونشي، نو له کبله به یې د ناامنې لمن د منځنې آسیا هېوادونو ته هم وغځول شي.

ښاغلي عمرخېل زیاته کړه چې د کندز خلک له هرڅه دمخه امنیت لومړیتوب ورکوي:

عمر خېل: د کندز امنیت ته باید جدي پاملرنه وشي

"که دغه ولایت د دښمن له منګلو څخه و نه ژوغورل شي، ځکه همدا اوس دښمن ځان یې روسیي ته نږدې کړي دي او غواړي چې خپل اړیکې له روسیي سره ټینکي کړي او په راتلونکي کې به ددې ولایت وضعیت لا ډېر خراب شي."

په همدې حال کې د کندز یو شمېر مخورو او قومي مشرانو هم له دغو چارواکو څخه وغوښتل چې باید ددې ولایت امنیتي وضعیت ته جدې پاملرنه وکړي او نور دې خلک په تشو او بې عمله ژمنو نه تېر باسي.

د کندز یو تن قومي مشر میرزا محمد لغماني په دې اړه یې داسې وویل:

"د کندز ښار هرې خواته په یو کیلومترۍ او دوه کیلومترۍ کې طالبان فعاله حضور لري او ټانګونه او قوتونو یوازې زموږ د تېر ایستلو لپاره راغلي دي، خو د امنیت په برخه کې مثبت ګام نه دی اوچت شوی او دغه چارواکي هم موږ تېر باسي او هم حکومت تېر باسي، نو بیا موږ ته دغه چارواکي نه دي پکار."

بل‌خوا ته په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاټر ماموریت قوماندان جان نیکولسن،د کندز سیمه ییزو چارواکو ته همدارنګه د دې ولایت خلکو ته ېې ډاډ ورکړ چې دوی له افغان امنیتي ځواکونو سر مرسته کوي، څو په نږدې راتلونکي کې دغه ولایت په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي:

"موږ د شفق په نوم عملیات له کندز څخه پيل کړي وو او غواړو چې په کندز کې یې پاي ته ورسو او زموږ ډېره پاملرنه د بدخشان او په ځانګړې توګه د کندز امنیتي وضعیت ته ده او زه پوهیږم چې د کندز خلک ډېر دردمن دي."

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا مشاور محمدحنیف اتمر په خپلو خبرو کې د کندز خلکو ته یې وویل چې حکومت په خپلو ژمنو ولاړ د او په نږدې ورځو کې به ددې ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون رامنځته شي:

"دغه جنګ له پاکستان څخه د اي اس اي لخوا د نړيوالو تروریستان په مرسته زموږ په ولس تپل شوي دی او تروریستان سره مرستې هم کوي او د نړیوالو اصولو خلاف سره، لاهم دغه جنګ زموږ په هېواد کې پرمخ وړي."

په همدې حال کې د هېواد د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو هم د کندز خلکو سره ژمنې وکړي چې اوس مهال د امنیتي ارګانونو ترمنځ ډېره ښه همغږې شتون لري او په نږدې راتلونکي کې به د کندز په وضعیت کې ستر بدلون رامنځ ته شي.

د یادونې ده چې دغو جګ پوړو داخلي او بهرنیو پوځي چارواکي په داسې حال کې له کندز ولایت څخه لېدنه وکړه چې اوس مهال دغه ولایت له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی او ددې ولایت په قلعۀ‌زال او دشت ارچې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه دوام لري.

راپور: اجمل ارین