وزیري: هڅې کوو څو د یو مېکانېزم له مخې نیول شوې سیمې وساتو

د افغانستان حکومت وایي، جدي هڅې کوي تر څو د یوه مېکانېزم له مخې هغه سیمې چې له وسله والو نیول کېږي، وساتل شي.

دفاع وزارت وایي، له داعش جنګیالو د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ تر بشپړې نیونې وروسته د دغې ولسوالۍ د ساتلو لپاره لازم تدابیر لري.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په پای کې ازادي راډيو ته د هغو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل چې حکومت یې له داعش ډلې په تصفیه شوېو سیمو کې په پلان کې لري.

جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"دغه سیمې باید وساتل شي. هلته سیمه ییز او ملي پولیس، عامه نظم ځواکونه او د ضرورت په صورت کې د ملي اردو اډې جوړي شي. دا زموږ تدابیر دي چې باید ورته ونیول شي."

نوموړی وایي، په ورته وخت کې د ننګرهار په اچېن، هسکه مینه او په شاوخوا ولایتونو لکه لوګر، کونړ، نورستان، لغمان او دغه راز بدخشان او پکتیا کې هم د ځانګړو ځواکونو له خوا عملیات روان دي څو دغو سیمو ته د وسله والو د تېښتې مخه و نیسي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د قهر سیلاب په نوم عملیاتو په نتیجه کې تراوسه سلګونه د داعش جنګیالي وژل شوي، لسګونه ټپیان او څلورویشت یې یرغمل نیول شوي دي.

جنرال دولت وزیري وایي، د دې ترڅنګ د افغانستان په نورو برخو کې هم په تېرو دوو اونیو کې د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو لسګونه غړي تلف شوي او ۵۹ یې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې تر راتلونکو څو میاشتو به د بېلابېلو وسله والو ډلو د ځپلو لپاره د ننګرهار تر څنګ په نورو برخو کې هم وسله وال په نښه شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"موږ به تر څو میاشتو پورې په شدت سره په کندز، تخار، بغلان او ننګرهار کې یو وخت دا ډلې په نښه کړو."

په ورته وخت د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده په همدې غونډه کې خبریالانو ته وویل چې دغه اداره به له امنیتي ادارو سره په همغږۍ په نیول شوېو سیمو کې د خلکو د ملاتړ د جلبولو په هدف اقدامات وکړي.

دی وايي:

"د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هڅه کوي ښه حکومتوالي تمثیل کړي ترڅو د امنیت د ټینګښت تر څنګ خدمات هم ورسول شي څو د خلکو رضایت زیات او د حکومت ملاتړ وکړي."

مېرمن یوسف زاده وایي، په جنګ ځپلو سمیو کې به دایمي ولسي شوراګاني رامنځ ته شي تر څو د خلکو اړتیاوې له حکومت سره شریکې کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر استازې هم وایي، افغان ځواکونه باید کوښښ وکړي تر څو هغه سیمې چې د زیاتو ځاني او مالي تلفاتو په بدل کې تصفیه کېږي، وساتي.

عصمت الله شینواري یو له دغو استازو په ننګرهار کې د دولت وروستي عملیات ستایي خو ټینګار یې دا دی چې داعش او یا نورې وسله والې ډلې باید تعقیب او پټن ځایونه یې په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل