د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

رادمنش: د کوټ ولسوالۍ شاوخوا ته تصفیوي عملیات پراخ شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د ننګرهار کوټ په ولسوالۍ او هغو سیمو کې چې له اسلامي دولت یا داعش ډلې څخه نیول شوي، تصفیوي عملیات او تحکیمات جریان لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې کوماندو او د۲۰۱ سیلاب قول اردو ځواکونو په کوټ کې اتلس پوځي اقدامات تر سره کړي چې په نتیجه کې یې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د داعش له شتونه تصفیه شوې ده.

ښاغلی رادمنش وایي، دا مهال افغان ځواکونو د سیمې د ساتلو په هدف د کوټ ولسوالۍ شاوخوا ته تصفیوي عملیات پراخ کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

رادمنش وايي:

"موږ د دې لپاره چې ډاډه شو نور هیڅ ډله او یا هم د داعش کوم کس په هغه سیمه کې نشته او دا اطمینان تر لاسه شي چې داعش نور هلته نه ځي نو موږ تصفیوي عملیات او تحکیماتو ته په ولسوالۍ کې دوام ورکوو."

ښاغلی رادمنش د ننګرهار د سرحدي ولسوالیو لکه اچین، کوټ، ده بالا، لعل پور او هسکې مینې اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه به د داعش په څېر وسله والو ډلو د حملو د دفع کولو لپاره هيڅ ډول هڅه ونه سپموي.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، د هغو سیمو لپاره چې په کې د داعش پر وړاندې پوځي عملیات جریان لري، د پوځي او ملکي ادارې له خوا یو ګډ مېکانېزم جوړ شوی تر څو دا سیمې بېرته د داعش له خوا ونه نیول شي.

په کابل کې د روښنایې غورځنګ پر مظاهرې تر حملې وروسته چې داعش ډلې یې مسوولیت په غاړه واخېست، ولسمشر امر وکړ چې په ننګرهار کې د دغې ډلې پر وړاندې دي پراخ عملیات وشي.

ولسمشر دغه راز د جمعې په ورځ د هېواد ختیځ ته په خپل سفر کې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو امر وکړ چې له دغې سیمې د داعش ریښې وباسي.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ډاکټر عصمت الله شینواری وایي، د داعش له خوا د نیول شوېو سیمو د ساتلو په هدف باید د دولت له خوا لازم تدابیر موجود وي.

ښاغلي شينواري وايي:

"په زیاته اندازه داعش له منځه تللي، د هغوی نه سیمې نیول شوي او اوس د افغان ځواکونو په لاس کې دي. ولې بیا هم دا اندیښنه شته چې دوی به له یوې نه یوې لارې به دوی را پیدا کیږي او د حکومت او خلکو پر وړاندې به ودریږي."

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په کوټ او اچین کې د افغان ځواکونو د وروستیو عملیاتو په نتیجه کې د داعش څه باندي ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپيان او یو زیات شمېر یې هم نیول شوي دي.

د ولسي جرګې استازی عصمت الله شینواري هم وایي چې په کوټ کې د افغان ځواکونو عملیات بې ساري دي په دغو عملیاتو کې ملکیانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG