کابل ښاریان د کابل پېښه کې حکومت او د مظاهرې تنظیموونکي ګرم بولي

کابل ښاریان، د ولسي جرګې غړي او د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د کابل ښار وروستۍ خونړۍ پېښه غندي او له حکومته غواړي چې د پېښې عاملین دې په ګوته او مجازات کړي.

کابل ښاریان، د شنبې د ورځې پر مظاهرې د وروستۍ خونړۍ حملې پړه هم پر حکومت او هم د مظاهرې پر تنظیموونکو اچوي.

دوی وایي، کله چې حکومت پر مظاهرې د احتمالي حملې راپورونه درلودل، باید په جدي تدابیرو یې مخه نیولې وی او د مظاهرې تنظیموونکو هم باید دې خبرداري ته پام کړی وی.

مظاهره چیان چې درد یې لیدلی امنیتي ځواکونه تورنوي چې د مظاهرې لپاره‎یې لازم تدابیر نه‎و نیولي.

"دښمن په نظام کې دننه دی، ګارنېزون مظاهره کوونکو ته احوال ورکوي چې مظاهره ونه‎کړي، موږ ته اطلاع راغلې برید کېږي. مظاهره کوونکي مسالمت‎امیزه مظاهره کوي، دا د حکومت قصور دی چې د څلور مظاهره کوونکو امنیت ونیسي."

امنیتي چارواکو دوی ته خبرداری ورکړی و چې دا مظاهره مه‌کوئ.

"په حکومت کې دننه پنځم ستون دا کار کوي، حکومت‌یې پېژني."

ځینې بیا وايي، د افغانستان دښمنې کړۍ له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې بې‎ثباتي رامنځته کړي او د روښنايي غورځنګ ته په کار نه وه چې په دغو نامناسبه شرایطو کې داسې یوه ستره مظاهره پلان کړي.

دوو کابل ښاریانو ازادي راډیو ته وویل:

"زه محمد نبي عدل یم، له حملې نه مخکې امنیتي چارواکو دوی ته خبرداری ورکړی و چې دا مظاهره مه‌کوئ. دوې ویلی موږ خپل امنیت په خپله نیولی شو."

"یوه شپه مخکې یې احوال ورکړی و چې مظاهره مه‌کوئ، دا به مناسبه نه‌وي چې د ښار خلک له ستونزو سره مخ شي، دوې په خپله ملامت دي."

د کابل ښاريان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د شنبې په ورځ د کابل ښار د دهمزنګ په چوک کې د روښنايۍ غورځنګ په مظاهره کې یوې ځان وژونکې حملې ۸۰ کسان ووژل او ۲۳۶ تنه‎یې ټپیان کړل.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه یو جنایت ګڼي او وايي چې حکومت دې په لومړي سر کې د پېښې له قربانیانو سره مرستې وکړي او د دې ترڅنګ دې د پېښې مختلف اړخونه بررسي کړي.

بیدار: دولت مکلف دی چې د مظاهره کوونکو امنیت وساتي.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع‎الله بیدار ازادي راډیو ته وویل:

"دا مسئله په کلکو ټکو سره غندو، بې‌رحمانه حمله وه، دولت مکلف دی چې د مظاهره کوونکو امنیت وساتي، په داسې مواردو کې دې دولت پلټنې وکړي چې عاملین مخالفین دي او که په حکومت کې دننه هغه کسان دي چې د امنیت په ټینګولو کې یې کمزوري عمل کړی دی."

کابل ښار د شنبې په ورځ د روښنايۍ غورځنګ د غړو د یوې سترې مظاهرې شاهد و.

مظاهره کوونکو وویل د حکومت له هغې پریکړې سره مخالف دي چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټو برېښنا دې د سالنګ له لارې تېره شي.

افغان حکومت وايي، د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټو برېښنا د لېږد پرېکړه، د روښنايي غورځنګ استازو او د حکومت متخصصینو په یو ګډ مسلکي کمېسیون کې کړې ده.

د ولسې جرګې غړی ملاتره خیل محمدي تأکید کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د پېښې اړخونه وڅېړي او هغه کړۍ چې د خلکو له احساساتو یې ناوړه ګته اخیستې، په ګوته کړي.

محمدي: د کمېسیون نه غواړم چې معلومه کړي انتحاریان د کابل مرکز ته چا راتېر کړل.

ښاغلی محمدي وايي:

"د کمېسیون نه غواړم چې معلومه کړي انتحاریان د کابل مرکز ته چا راتېر کړل، له هغې وروسته دي دا څېړنه هم وکړي چې د دغو مسلمانانو له پاکو احساساتو څخه څوک ناوړه ګټه پورته کوي او کرېډټ اخلي."

جمهور ريیس اشرف غنې د شنبې د ورځې د پېښې په اړه یو کمېسیون ګمارلی چې یاده پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

د کابل د شنبې د ورځې د پېښې پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.