د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د خلکو اعتماد ګوند: د روښنايۍ غورځنګ کې بهرني جاسوسان دي


د افغانستان د خلکو اعتماد ګوند ادعا کوي چې د روښنايۍ غورځنګ یا جنبش روشنايي د عدالت غوښتنې څخه ناوړه استفاده کوي او له دې لارې غواړي په هېواد کې جنجالونو ته زمینه برابره کړي.

د خلکو د اعتماد ګوند چې پخوا د یاد غورځنګ پلوي وو د پنجشنبې په ورځ له نوموړي حرکت سره پریکون اعلان کړ او وايي چې نور باید خلک په پردیو د خرڅو شوو ملا ونه تړي.

د دې ګوند مشر محمد امین محمدي وايي چې د روښنايۍ په غورځنګ کې بهرني جاسوسان دي او د اعتراضونو له لارې غواړي په هېواد کې ستونزې پیدا کړي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه:

"عدالت غوښتنه په دې معنا نه ده چې موږ لسګونه زره کسان سړکونو ته راوباسو او د دوی له پاکو احساساتو استفاده وکړو او ورته بد لوری ورکړو، د روښنايي په غورځنګ کې داسې کسان دي چې بهرني جاسوسان دي په پردیو خرڅ شوي دي او غواړي له دې لارې خپل شوم اهداف تر سره او بیا له بېلابېلو هېوادونو امتیازات واخلي."

نوموړی که څه هم د چا نوم نه اخلي خو د دې ګوند ویاند غلام حیدر بیات وايي چې په دې حرکت کې داسې مفکورې دي تر څو د حکومت په وړاندې د خلکو بد بینۍ پیدا کړي.

ښاغلي بیات زیاتوي:

"دا له غرضه ډک حرکتونه بیانوي چې د عدالت غوښتنې مسیر بدل شوی، د ګډو او متفقو جریانونو تر منځ د بد بینیو جوړول، قومي او نژادي حساسیتونو ته لمن وهل او په جنبش کې نا پیژاندو کسانو ته د نفوس برابرول هغه دلایل دي چې موږ یې سخت اندیښمن کړي یو."

په دغه غورځنګ کې د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال کریم خلیلي، هزاره میشتې وکیلان، یو شمېر مدني فعالان او ځیني ګوندونه شامل دي.

د ملي یووالي حکومت د جوزا د میاشتې په لومړېو کې د بریښنا مزو د غځېدو په سر پیدا شوو ستونزو ته د پای ټکي ایښودو په خاطر اعلان وکړ چې د ۲۲۰ کیلو ولټه ظرفیت په اندازه بریښنا به د دوشي له لارې بامیان ته هم انتقال شي.

له دې وړاندې د ثور میاشتې په ۲۷ د روښنايۍ غورځنګ په نوم لسګونو زره کسان له دې امله په کابل کې مظاهرو ته راوتلي وو چې ګوندې حکومت غواړي د سالنګ له لارې د بریښنا مزو د غځېدو په اساس مرکزي ولایتونه بې برخې کړي.

د روښنايۍ غورځنګ وايي د اعتماد ګوند وتل او اعلامیې خپرول ورته اهمیت نه لري بلکې خپلو غوښتنو ته دوام ورکوي.

د دې حرکت یوه غړي محمد حیدري ازادي راډيو ته وویل چې د روښنایۍ غورځنګ به د شنبې په ورځ یو ځل بیا د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.

دی وايي:

"د اعتماد ګوند زموږ په غورځنګ کې چندانې اغیزمنتیا نه لرله او زموږ حرکت لاهم په خپلو غوښتنو ټینګار کوي او ورځ تر بلې خپلې غوښتنې په قوي ډول له دولت او نړیوالو ملاتړ کونکو څخه غواړي."

د روښنایۍ غورځنګ وايي چې د دوشي له لارې بامیانو ته د بریښنا لیږد کله هم د دوی د غوښتنو بدیل نه دی بلکي باید د ترکمنستان د بریښنا مزي له مرکزي ولایتونو تېر شي.

د خلکو اعتماد ګوند وايي چي حکومت د عدالت غوښتلو غږ ښه اوریدلای او مرکزي سیمو ته د ځانګړي پاملرنې وروسته د داسې حرکتونو تر سره کول په لوی لاس دوښمنانو ته د نظام ځپلو لپاره فرصت برابرول دي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG