د کابل په دهمزنګ سیمه کې د پروني ځانوژونکي برید وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول، افغان ولسمشر نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايې د کابل د پرونۍ حملې د قربانانیانو غچ به واخلي.
ولسمشر دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر هغې وکړې چې د کابل په دهمزنګ کې د روښنایۍ غورځنګ پر لاریون په ځانوژونکي برید کې لږ تر لږه اتیا کسان ووژل شول او دوه سوه او دېرش نور ژوبل شول.
ښاغلی غني وايي:
"زه نن د دغو شهیدانو د والدینو په شان دردمن یم. د هرې کورنۍ چې ننيې عزیزان وژل شوي او یا ټپیان شوي په غم او درد کې شریک یم."
ولسمشر غني وویل د دې پېښې په اړهيې د پلټنو امر ورکړی او د نوموړي په خبره که په دولت کې وي یا له دولته بهر مقصر کسان به مجازات شي.
دی زیاتوي:
"د یوه با صلاحیته کمېسیون چې ملي، دولتي او غیر دولتي کسان به پهکې وي د جوړولو امر مې ورکړی تر څو د دې پېښې په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي."
د روښنایۍ غورځنګ غړو او پلویانو د بامیانو له لارې د ترکمنستان د وارادتي برېښنا د مزي د انتقال لپاره دا لاریون تنظیم کړی و.
د پرونۍ پېښې یوه عیني شاهده صابره ده چې د چاودنې او له چاودنې وروسته حالت په اړه وايې:
"موږ هلته ارامه ناست وو چې ناڅاپه مې غږ واورېد ټول وتښتېدل بل لور ته مې چې وکتل ټول ټوټه پراته وو هېڅوک نهوو چې هغوی راټول کړي."
د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي درېیو ځانوژونکو د دهمزنګ په څلور لاري کې د جنبش روشنايي پر مظاهرې د برید هڅه وکړه، یو يې د پولیسو لهخوا وویشتل شو، د بل چاودېدونکي مواد منفجر نهشول او درېیم انتحاري ځان د راټولو شویو کسانو په منځ کې والوزاوه.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرونی برید د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.
Terrorists today attacked our people in the demonstration. This shows that #terrorists&their allies have no respect for human lives. -AA 1/6
— Dr. Abdullah (@afgexecutive) July 23, 2016
نوموړي امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د دې پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.
د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پرونی برید بزدلانه عمل بللی او د ترورېستانو په ختمولو يې ټینګار کړی دی.
Enemies of Afghanistan r doing such heinous crimes. Afg-Govt is determined to eliminate&destroy terrorists&perpetrators of today’s attack./3
— Haneef Atmar (@NSAAtmar) July 23, 2016
پخواني ولسمشر حامد کرزي دا حمله په شدیدو ټکو غندلې او ویلي دي چې دا پېښه د دې ښکاره نښه ده چې پردي غواړي په افغانانو کې تفرقه واچوي.
اعلاميه مطبوعاتىحامد كرزى رئيس جمهور پيشين افغانستان حملهء تروريستى بر محل تجمع جنبش روشنايي كه در نتيجه آن ده... https://t.co/l4QXlz5MSW
— Hamid Karzai (@KarzaiH) July 23, 2016
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر دا برید جنګي جنایت او د نهمنلو وړ عمل بللی دی.
1/2) @UN envoy condemns attack targeting civilians attending peaceful demo in #Kabul. https://t.co/nJuMo5elsA pic.twitter.com/O3Usofza4V
— UNAMA News (@UNAMAnews) July 23, 2016
په کابل کې د امریکا سفارت هم په دهمزنګ کې پرونۍ خونړی حمله غندلې او د قربانیانو له کورنیو سرهيې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
U.S. Embassy Condemns Attack on Peaceful TUTAP Demonstration https://t.co/mPqWLd5miq
— U.S. Embassy Kabul (@USEmbassyKabul) July 23, 2016
په کابل کې د پاکستان سفارت هم دا برید غندلی او هغهيې بزدلانه کار بللی دی.
د کورنیو چارو وزارت او د کابل ګارنېزون تر راتلونکو لسو ورځو پورې په ښار کې پر هر ډول عامه غونډو او لاریونونو بندیز اعلان کړی دی.