ډنفورډ: افغان ځواکونو خپلو تعرضي عملیاتو ته زور ورکړی

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز، افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر وروسته، د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دوی وروستي تحرکات د وسله والو د بریدونو د کمېدو سبب شوي دي.

جنرال جوزیف ډنفورډ د افغانستان له سفر وروسته خبریالانو ته ویلي چې د افغان ځواکونو وړتیاوو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او د مخالفو وسله والو پر ضد بریدونو کې یې بریاوې زیاتې شوي.

نوموړي ویلي، افغان ځواکونه سږ کال د دې پر ځای چې د اوړي په دې فصل کې د مخالفو وسله والو د بریدونو په تمه پاتې شي، د هغوی پر ضد یې تعرضي عملیاتو ته زور ورکړی دی. تر دې مخکې د اوړي فصل عموماً د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو فصل و.

ډانفورډ د طالبانو د حملو د کموالي په اړه محتاطانه خوشبین دی.

جوزیف ډنفورډ، د روژې د میاشتې راوروسته د حکومت د مخالفو وسله والو په بریدونو کې د کمي احتمالي سبب د افغانستان د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړېدل بللي په ځانګړي توګه د هوايي ځواک په برخه کې چې تر دې دمخه افغان امنیتي ځواکونو نه درلود او یا ډېر کمزوری و.

نوموړي خبریالانو ته ویلي فکر کوي چې یوه اندازه خوشبیني شته او افغان ځواکونو سږ کال د جګړې ابتکار خپل کړی. خو د ده په وینا طالبانو هم تر دې دمخه ښودلې چې مقاومت کوي او فکر کوي چې یو څه جګړه لا هم په مخ کې شته.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د دوی د تعرضي عملیاتو نوې بڼې او هغه نوې امکانات چې افغان ځواکونو تر لاسه کړي د مخالفو وسله والو د خوځښتونو مخه ډب کړې ده.

وزیري: د تعرضي عملیاتو نوې بڼې د مخالفو وسله والو د خوځښتونو مخه ډب کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ ځانګړي ځواکونه پیاوړي شوي دي. د شپې او ورځې له خوا د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري. له روژې را وروسته د وسله والو په فعالیتونو کې کمی راغلی او علت یې هم دا دی چې د افغانستان ملي اردو دا مهال هر چېرې چې وغواړي عملیات ترسره کولای شي."

خو کارپوهان په دې باور دي چې په سیمه کې وروستي سیاسي بدلونونه او د وسله والو په وړاندې د افغانستان د حکومت سخت دریځ هم د دې سبب شوي چې د وسله والو فعالیتونه ټکني شي.

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم په دې اړه وايي:

"په سیاسي برخه کې پراخ بدلونونه رامنځ ته شوي. لومړی دا چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ووژل شو او د طالبانو نوی مشر د هغه په مقایسه ډېر کمزوری دی. بل په سیاسي برخه کې هغه فشارونو هم اغېز کړی چې د امریکا متحدو ایالاتونو د طالبانو پر ملاتړو په ځانګړي توګه پر پاکستان راوستي دي. همدارنګه د افغان ولسمشراشرف غني سخت دریځ هم اغېز کړی چې څو میاشتې مخکې یې اعلان وکړ چې نور د طالبانو په وړاندې په جدیت مبارزه کوي."

افغان او امریکايي چارواکي د طالبانو د فعالیتونو د کمېدو په اړه دا خوشبیني په داسې حال کې ښيي چې لاهم د افغانستان بېلابېلې سیمې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو شاهدې دي.

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ په افغانستان کې درې ورځې تېرې کړې او هلته یې له افغان چارواکو او همدارنګه امریکايي او افغان پوځي قومندانانو سره وکتل.

نوموړي د ۲۰۱۳ میلادي د فبرورۍ د میاشتې څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال تر اګسټ میاشتې پورې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو عمومي قومندان و.