د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

ډانفورډ د طالبانو د حملو د کموالي په اړه محتاطانه خوشبین دی


د امریکا د پوځ لوی درستیز افغانستان ته تر درې ورځني سفر وروسته د طالبانو د بریدونو د کمزوره کیدو خبره کړې ده.

جنرال جوزف ډانفورډ اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د روان کال د اوړي په موسم چې په معمولي ډول د بریدونو امکانات ډېر دي، خو د ده په خبره د طالبانو نوی مشر نه دی توانیدلی بریدونه ډېر کړي.

جنرال ډانفورډ په داسې حال کې چې د طالبانو د تهاجمي بریدونو د کموالي په اړه محتاطانه خوشبیني وښوده، وایي اوس مهال افغان ځواکونه د جګړو په ډګرونو کې برلاسي ښکاري.

دغه امریکایي جنرال وایي، د تېرکال په نسبت د طالبانو له خوا د بریدونو کچه کمه شوې ده، خو وایي هیڅ تضمین نه شي کیدای چې یوځل بیا به وضعیت او دا توازن بدل شي.

ډانفورډ اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي:

"موږ تردې وړاندې طالبان په غرونو او درو کې لیدلي، خو اوس په ډاډ ویلای شم چې افغان ځواکونه پر مخ روان دي."

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې یو شمېر نورو لوړ پوړو امریکایي چارواکو هم په جلا جلا مرکو کې ویلي چې د دوی د تمې خلاف د روژې په میاشت کې د طالبانو پوځي فشار کم شوی دی.

ډنفورډ: د طالبانو نوی مشر په افغانستان کې د بریدونو په ډیریدو ندی توانیدلی
ډنفورډ: د طالبانو نوی مشر په افغانستان کې د بریدونو په ډیریدو ندی توانیدلی

یوه افسر دا یوه تکتیکي وقفه بللې او بل یوه د بریدونو کموالی د طالبانو کمزوري یاده کړې ده، خو هیڅ یوه دا نه دي ویلي چې دا په افغانستان کې د اوږد مهاله جګړې د ختمیدو مانا لري.

د امریکا د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې له امریکایي او افغان قومندانانو سره وکتل او د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغان ولسمشراشرف غني او د حکومت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.

جنرال ډانفورډ د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ نه د ۲۰۱۴ تر اګست پورې په افغانستان کې د امریکا او نورو متحدینو د ځواکونو مشري کوله.

جنرال ډانفورډ ویلي چې قومندانان او افغان چارواکي د امریکا د ولسمشر هغې پریکړې ته هیله من شوي چې وایي، د ۲۰۱۶ کال تر پایه به ۸۴۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاته شي او دوی به په پوځي عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د مخکيني توافق له مخې ټاکل شوې وه د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو شمیر ۵۵۰۰ ته راکمیږي.

جنرال ډانفورډ وایې، له رواني لحاظه دا کار د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونو ته د یوه د پام وړ خبره ده، خو زیاتوي چې ډاډه نه دی چې دا به د جګړې برخلیک وټاکي.

په کابل کې د ایتلاف ځواکونو د استخباراتو د مرکز مشر ډګروال مایکل مارتي د یکشنبې په ورځ اسوشیټېډ خبري اژانس ته وویل چې دی د طالبانو له خوا د اوړې د بریدونو د کمېدو دلیل د دغې ډلې د مشر ملامنصور د وژل کیدو پایله ګڼي.

ملا اختر محمد منصور د روان کال په مې میاشت کې د امریکایې بې پیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې ووژل شو.

مارتي وایي، په مجموع کې د طالبانو د عملیاتو سرعت کم شوی او زیاتوي چې دا کولای شي په دې مانا وي چې د ملاهیبت الله په مشرۍ طالبان اوس د یوې نوي ډلې د جوړېدو په حال کې دي.

بل خوا د افغانستان د چارو یوه کارپوه انتوني کوردسمن ویلي چې دا د طالبانو تر منځ د نوي مشر هیبت الله بې باوري او نه وړتیا ښیې.

د کوردسمن په خبره هبت الله او نور طالب مشران د سولي خبرو ته هم جدي لیوالتیا نه لري.

دغه راز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن د شنبه په ورځ ویلي چې طالبانو د بریالیتوب له لیکي وتلي دي.

XS
SM
MD
LG