محمد خان: د حزب اسلامي غوښتونو د سولې خبرې ټکنۍ کړي

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال وایي، حزب اسلامي د سولې په اړه داسې غوښتنې مطرح کړي چې له دغې ډلې سره خبرې یې له نامعلوم برخه لیک سره مخ کړي دي.

انجینر محمد خان ازادي راډيو ته وویل، د حزب اسلامي مرکچي پلاوي په لومړي سر کې په یوه پنځه ویشت ماده ییز تفاهم موافقه وکړه، خو کله چې بیرته کابل ته را واپس شو، دریځ او غوښتنې یې بدلې شوې.

ښاغلی محمد خان وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې په اړه داسې غوښتنې مطرح کړي چې حکومت ته یې منل ناشوني دي.

د انجینر محمد خان په وینا، د دوو کلونو په پوره کېدو د ملي وحدت حکومت پای ته رسول، د بهرنیو ځواکونو وتلو ته د کره مهال ویش جوړول او د احزابو په تناسب د ولسي جرګې د انتخابات ترسره کول، د دغو غوښتنو له ډلې څخه دي.

ښاغلي محمدخان ازادي راډيو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، جمهوري ریاست اوس د حزب اسلامي پر دې غوښتنو غور کوي، خو د ده په باور، امکان نه لري چې مثبت ځواب ترلاسه کړي.

نوموړي دغو غوښتنو ته داسې اشاره وکړه:

"اوس خو راته درې مسئلې یادې دي، یوه د خارجي قوتونو د وتلو مسئله، دویمه مسئله د ملي یوالي د حکومت ده، ځکه د دوی په باور د ملي یوالي حکومت د قانون خلاف ده، امین کریم له خبرې هم داسې معلومیږي چې ویلې یې و، د ملي یووالي حکومت خو دوه میاشتې وخت پاته دی او دا حکومت ختمیدونکی دی، بله مسئله د انتخاباتو د متناسبې نماینده ګۍ په اړه بحث و."

انجینر محمد خان وایي، د حزب اسلامي پلاوي په کابل کې په یوه پنځه ویشت ماده ییز تفاهم موافقه وکړه چې حکومت ته هم د منلو وه، خو کله چې د مشورې لپاره ګلبدین حکمتیار ته ورغلل، نو له بیا را ستنېدو سره یې دریځ جدي او غوښتنې یې بدلې شوې.

د حزب اسلامي مرکچي پلاوی شااوخوا درې میاشتې وړاندې کابل ته راغی او ورسره سم د سولې عالي شورا داسې وویل چې له دوی سره خبرې به ژر وروستۍ او خپله ګلبدین حکمتیار به هم کابل ته راشي.

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان بیا وایي، کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ خبرې بې اساسه وې او زیاتوي چې د حزب اسلامي پلاوی له حکمتیار سره د مشورې لپاره پاکستان ته تللی و.

د حزب اسلامي پلاوی له حکمتیار سره د مشورې لپاره پاکستان ته تللی و

هڅه مو وکړه چې د حزب اسلامي د نوو شرطونو په اړه چې له دوی سره یې د سولې پروسه ټکنۍ کړې، د حزب اسلامي او د سولې عالي شورا نظر هم وپوښتو، خو د چا په موندلو بریالي نه شو.

له دې وړاندې بیا د سولې عالي شورا ویلي و، د حزب اسلامي پلاوی کابل ته له بیا راستنیدو وروسته له دوی سره نه ،بلکې جمهوري ریاست سره په اړیکه کې دی.

د حزب اسلامي د پلاوي مشر کریم امین بیا ازادي راډيو سره خبرو کې هغه راپورونه رد کړي و چې د دوی او حکومت ترمنځ د سولې خبرې له خنډ سره مخ شوي دي.

اوس پوښتنه داده چې د حزب اسلامي له دې نوو غوښتنو سره به، له دې ډلې سره د سولې د خبرو نتیجه څه کېږي؟ د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمد خان دغه پوښتنه ځوابوي:

"دوی دا خپلې غوښتنې ریاست جمهوري ته سپارلي، ریاست جمهوري به طبیعي خبره ده چې مثبت ځواب نه لري، د سولې خبرې تراوسه پورې بې نتیجې دي، که دواړه لوري بیا هم د سولې خبرو ته آماده ګي وښيي او یو یا بل طرف له خپلو مواقفو تنازل وښيي، د سولې یو څه امکان شته، خو دا هغه څه دي چې تراوسه یې خاص څرک نه معلومیږي."

حکومت:د سولې په بهیر کې هیڅ ډلې ته امتیاز نه ورکوو

جمهوري ریاست له دې وړاندې ویلي، د سولې په بهیر کې هیڅ ډلې ته امتیاز نه ورکوي، خو هغه غوښتنې یې مني چې له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي.

معلومه نه ده چې د سولې په اړه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د دریځ د جدي کیدو عوامل څه دي، خو له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي، هر کله چې دوی له یوې مخالفې ډلې سره د سولې خبرو ته نږدې شي، پاکستان یو خنډ په کې پیدا کوي.

دا چې د حزب اسلامي د نوو شرطونو په اړه به افغان حکومت نرمښت وښيي او که نه؟ او آیا خپله حزب اسلامي به له دغو غوښتنو چې حکومت ته د منلو نه دي، لاس په سر شي که نه؟ هغه پوښتنې دي چې وخت به یې ځواب کړي.

راپور: اسدالله لودین