ننګرهار: په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ٦ غړي وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي په کوټ ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې د داعش شپږ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار والي وياند عطا الله خوږياڼي ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه حمله پرون په الياس بابا سيمه کې شوې ده:

”پرون په کوټ ولسوالۍ کې د پيل شويو عملياتو په لړ کې پر يوه موټر بريد شوى چې په کې د داعش شپږ غړي د هغوى د يوه قوماندان په ګډون وژل شوي. د دوى وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي“

د ننګرهار چارواکو تر دې مخکې په حصارک ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک په عملياتو کې د ١٤ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړى و.

په وروستيو کې په کوټ کې د داعش او په حصارک کې د وسلوالو طالبانو تحرکات زيات شوي دي.