مشرانو جرګې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تایید کړ

د افغانستان مشرانو جرګې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو اړوند، د جمهور ريیس تقنیني فرمان تایید کړ.

پر دغه فرمان کې د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې په ورځ تاوده بحثونه وکړل.

مشرانو جرګې، د ولسي جرګې د پرېکړې پرخلاف، د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو اړوند د جمهور ريیس تقنیني فرمان، تایید کړ.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون بېلوالی، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رییس د کارموده درې کاله ښودل، د انتخاباتو له څارونکو څخه د دوو بهرنیانو لېرې کول، د رایو ورکوونکو د فهرست حذفول او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د انتخاباتو د نېټي د اعلانولو د صلاحیت ورکول، هغه بدلونونه وو چې په دغه فرمان کې راوستل شوي دي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار د غه فرمان ته د سناتورانو د رای ګیرۍ پرمهال وویل:

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار

"په مجموع کې کوم بدلون چې تاسې په کې راوړی او د سنا مجلس تاسې ته پیشنهاد کړ، که تایید وي، شنه او که رد وي سره کارټونه پورته کړئ، تایید شو."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې ولسي جرګې، د انتخاباتي اصلاحاتو اړوند د جمهور ريیس همدغه تقنیني فرمان چې دوهم فرمان و، رد کړی و.

د انتخاباتي اصلاحاتو اړوند د جمهور رییس لومړی تقنیني فرمان د تېر لمریز کال د جدی په میاشت کې ولسي جرګې رد کړی و.

له هغې وروسته جمهوري ریاست ویلی و چې حکومت تصمیم لري چې له ملي شورا، حقوقي بنسټونو او مدني ټولنې سره د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړي.

د جمهور ریيس پر دوهم تقنیني فرمان د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غوڼده کې د جرګې د اداري پلاوي او د تقنین د کمېسیون د غړو ترمینځ تاوده او جنجالي بحثونه وشول.

د جرګې د تقنین د کمېسیون غړو ویل، کوم بدلونونه چې دوی په نظر کې نیولي، له پامه غورځول شوي دي.

د مشرانو جرګې د تقنین د کمېسیون غړي محمد عالم ایزد یار وویل:

د مشرانو جرګې د تقنین د کمېسیون غړي محمد عالم ایزد یار

"هغه موارد چې دولت پیشنهاد کړي او مهم وو، کمېسیون په کې ځای کړي وو، خو د لته په کې لاس ووهل شو، له غیرقانوني نفوذ څخه په کې کارواخیستل شو، زه فرمان تاییدوم خو هغه څه چې باید پام ورته شوی وای، په نظر کې ونه نیول شول."

د مشرانو جرګې اداري پلاوی په دې برخه کې هر ډول لاسوهنه ردوي او وايي چې د تقنین د کمېسیون سره یې د همکارۍ په مقصد هڅي کړي دي.

د مشرانو جرګې د تقنین دکمېسیون غړي ایزدیار وویل، سره له دې چې له دغه فرمان سره مخالف نه دی خو وايي چې د انتخاباتي شکایتونو په کمېسیون کې د دوو بهرنیو شتون، د رای ورکوونکو د فهرست درجول، او د انتخاباتو په کمېسیون کې د نظارت د کمېټي جوړول په کې له پامه غورځول شوي دي.

د مشرانو جرګې د معلوماتو له مخې دا فرمان به په راتلونکې اوونۍ کې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې یو ګډ کمېسیون ته وړاندې شي.

دا چې د دواړو جرګو ګډ کمېسیون به یې په اړه څه پرېکړه وکړي دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند