مدني فعالان: حکومت دې د ننګرهار امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي

د ننګرهار ولایت یو شمېر مدني فعالان له حکومت نه غواړي چې د نوموړي ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پام واړوي.

دغه فعالان وايي، د داعش او نورو ورانکارو ډلو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو اقدامات کافي نه دي او باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وشي.

د ننګرهار د مدني ټولنو یو شمېر فعالان په دغه ولایت کې له وروستیو نا امنیو اندېښنه لري وايي چې حکومت باید د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه فعالان چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اعتراض په ډول راټول شوي و، رسنیو ته یې وویل، که چېري د ننګرهار امنیتي وضعیت خراب شي نو دغه مساله به د ننګرهار په ګاونډیو ولایتونو او پلازمېني کابل هم بې اغېزه نه وي.

د دغو فعالانو له ډلې یوه تن غفوراحمد جاوید وویل:

"دا په یاد ولری چې کله هم د ننګرهار وضعیت مخ په خرابېدو دی او خراب شو او دې مرحلې ته ورسېدو، بیا نه لوګر امن کېدلې شي نه لویه پکتیا، نه وردګ او همدارنګه نه کابل، په دولت یو وار بیا غږ کوو چې زموږ غوښتنې واوري یا د ننګرهار امنیت ته داسې فکر ونه کړي چې د ننګرهار په لمبو کې به یوازې ننګرهار وسځوي، د ننګرهار لمبې که چېرې تېزې شي کابل به په څلورویشت ساعتونو کې وسوځوي."

دغو مدني فعالانو په ننګرهار کې د داعش د وسله والې ډلې له لوري وروستۍ حملې وغندلې.

​د داعش د وسله والې ډلې پر وړاندې غبرګونونه وروسته له هغې را وپارېدل چې د افغانستان دفاع وزیر تاید کړه چې دغه وسله والې ډلې له ځان سره یو شمېر مېرمني او ماشومان هم برمته کړي دي.

که څه هم چې د ننګرهار والي او امنیه قوماندان په کوټ ولسوالۍ کې د برمته نیولو مساله رد کړه، خو زیات شمېر مدني فعالانو دغه عمل ناوړه یاد کړ او په حکومت یې انتقاد وکړ چې د داعش د وسله والې ډلې پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلي دی.

له بلي خوا د ننګرهار سیمه ییز چارواکې وايي چې د داعش د وسله والې ډلې پرضد په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار ولایت کې د داعش د وسله والې ډلې لخوا داشان عمل تر سره کېږي بلکې له دې وړاندې هم دغې ډلې په یاد ولایت کې له څلورویشتو ملکیانو سرونه غوڅ کړي و.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې ولایت کې د بېلا بېلو وسله والو ډلو شتون تاید کړ خو وايي چې د وسله والو مخالیفنو د له منځه وړلو لپاره جدې هڅې روانې دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي

هغه زیاته کړه:

"دا خبره پټه نه ده چې وسله وال مخالفین د ننګرهار په بېلا بېلو سیمو کې شتون لري خو ولې په داسې حالتو کې چې حکومت هیڅ پرمختګ نه کوي او وسله والو سیمې نیولي دي دا موږ په کلکه ردوو، زموږ امینتي ځواکونه قربانۍ ورکوي او د ننګرهار په بېلا بېلو سیمو کې د مخالیفینو د له مینځه وړلو لپاره دوی څلورویشت ساعته خپلې هلې ځلې کوي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان د ملی امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو سره په یوه ویډیویي کنفرانس کې ویلي چې د داعش د وسله والې ډلې د له منځه وړلو په هدف له ټول قوت نه کار واخلي.

د افغانستان د ملی امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته ویلي چې په ننګرهار کې د داعش د وسله والې ډلې د له منځه وړلو لپاره پراخ پلان تر لاس لاندې لري.

د ننګرهار د مدني فعالانو په خبره د پاکستان استخبارات په دغه ولایت کې د داعش د وسله والې ډلې کلک ملاتړ کوي.

راپور:ابراهیم صافی