د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

کندزي: داعش کوټ کې مېرمنې نه دې برمته کړي


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې داعشیانو په کوټ ولسوالۍ کې مېرمنې نه دي برمته کړي.

د داعش وسله والو دوه ورځې وړاندې د بيا ځل لپاره په دې سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو او دارنګه د عامو خلکو په کورونو بریدونه پيل کړل.

د سیمې خلک وايي داعشيانو دې سیمې ته له راتګ سره سم د محلي پولیسو څلور پوستې ونیولې، د خلکو کورونو ته يې اور واچاوه او څوک چې په لاس ورغله هغوی يې ځان سره برمته کړل.

د کوټ ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"نوراغا: داسې دی چې داعشيانو زموږ سره سخت ظلم شروع کړی دی زموږ کورونه يي وسوځول،مالونه يې هر څه يې رانه نيولي دي زه يي ونیولم ووهلم او په کنداغو يي ووهلم.
جانداد: بس مرمۍ دي هرې خوانه راروانې وې موږ سره يې سخت زیاتی شروع کړی و څوک چې په لاس ورغلل ویې نیول څوک يي وویشتل."

د دې سیمې خلکو د شنبې په ورځ خپل ډک کورونه پرېښودل او په سره لمر کې په پیاده د ښار په لور روان و تر څو ځان خوندي سیمو ته وباسي.

د جګړې په سیمه کې د نظم عامه پولیسو د حمايوي ټولۍ قوماندان زرمحمد تره خېل ازادي راډيو ته وویل د داعش وسله وال د عامو خلکو له کورونو نه د سنګر استفاده کوي نو په همدې خاطر امنيتي ځواکونو په جګړه کې له ډېر احتياط نه کار اخلي.

تره خېل: امنيتي ځواکونه په جګړه کې له ډېر احتياط نه کار اخلي
تره خېل: امنيتي ځواکونه په جګړه کې له ډېر احتياط نه کار اخلي

هغه زیاته کړه:

"د دوی خو د غلا کار دی راغلي دي دوی د حکومت سره یو ساعت هم مقاومت نشي کولای خو دوی د خلکو کورونو نه د سنګر کار اخلي او موږ چې په جګړه کې احتیاط کوو ځکه چې عامو خلکو ته ضرر ونه رسېږي اوس که پوه شو چې عامو خلکو ته ضرر نه رسېږي په یو ساعت کې يې موږ له دې سیمې نه شړلی شو."

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د شنبې ورځې په ماښام ناوخته له امنيتي مسولینو سره په ګډه په یوې خبري ناسته کې هغه ریپوټونه رد کړل چې ګوندې د داعشيانو په کوټ ولسوالۍ کې زنانه هم برمته کړي.

ده وويل کله چې داعشيانو په یاده ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر کورونو بریدونه پيل کړي و زیات شمېر ماشومان او مېرمنې چې له کورونو څخه په ورخطایي وتلې وې لادرکه وې او اوس ټول خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي:

"جنګ و په ډېر شدت باندې دښمن په دې ځای حمله وکړه په دې وخت کې هر سړی په تېښته و پلار د زوی نه، موږ د لور نه ناخبره وې په دې جریان کې ډېرو لاره ورکه کړې وه دا اوس موږ د هغو کورنيو سره خبرې وکړې هغوی خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د افغانستان ددفاع وزیر عبدالله خان حبیبي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې داعش وسله والو د ننګرهار په کوټ کې یو شمېر مېرمني او ماشومان هم برمته کړي.

په همدې خبري ناسته کې د ننګرهار امنیه قوماندان زړورخان زاهد وويل د کورنیو چارو وزارت د کوټ ولسوالۍ لپاره دوه سووه نور محلي پولیس هم منظور کړل.

زاهد: د کوټ ولسوالۍ لپاره دوه سووه نور محلي پولیس هم منظور شول
زاهد: د کوټ ولسوالۍ لپاره دوه سووه نور محلي پولیس هم منظور شول

دی وايي د دې خلکو په ورتګ سره به دا سيمه د دولت وسله والو مخالفينو له شتون څخه خوندي شي.

هغه زیاته کړه:

"نن چې امنيتي مجلس و د کورنیو چارو وزير صیب د دې ولسوالۍ لپاره دوه سووه نور محلي پولیس منظور کړل او کله چې دا خلک ورسېدل ډېر ژر به د داعش ټغر له دې ځايه ورک کړي."

د ننګرهار د امنيتي ځواکونو په وینا د تېرو دوو ورځو په جریان کې له شپیتو زیات داعشيان په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې وژل شوي او لا هم د دې ډلې د ختمېدو په موخه عمليات روان دي.

شاوخوا يو کال وړاندې کله چې د داعش وسله والې ډلې د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې سر راپورته کړ هغه مهال د اچين او هسکې مېنې ولسوالۍ په ګډون په کوټ ولسوالۍ کې يې هم فعالیت پيل کړ چې وروسته د کوټ ولسوونو په يو غږ د داعشيآنو پرخلاف پاڅون وکړ او دا ولسوالۍ يې له داعشيآنو پاکه کړه.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG