مسلمیار: کوټ کې داعش ضد عملیات کافي نه دي باید ريښې وایستل شي

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې تر سره شوي عملیات کافي نه دی او له حکومت نه غواړي چې په ننګرهار کې د داعش د ډلي ریښې له مینځه یوسي.

د تېرو درېیو ورځو راپه دیخوا د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش وسله والې ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

د افغانستان مشرانو جرګه له حکومت نه غواړي چې د ننګرهار د کوټ ولسوالي د اوسېدونکو غږ واوري او د هغوی د ځان او مال ساتنې ته جدي هڅې وکړي.

د دې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ په مشرانو جرګه کې وویل په کوټ ولسوالي کې د داعش پر وړاندې شوي عملیات کافي نه دي او باید افغان حکومت په ننګرهار کې د داعش ډله په بشپړ ډول له منځه یوسي.

مسلمیار: حکومت باید د کوټ د بېګنا خلکو غچ باید واخلي

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان له نظام او مسلح قوا نه غوښتنه کوم چې د کوټ د مظلومو خویندو او ماشومانو غچ واخلې، کوټ کې واقعاً وحشیانو داعشیانو سخت ظلمونه کړي دی، په غمېزه یي غمجن یو او حکومت بېګاه هم چې کوم عملیات کړي، بسنه نه کوي، جدي غوښتنه داده چې دا ریښې نورې ختمې کړي او د دې ریښو د ختمولو لپاره باید دوی خپل مسولیت ادا کړی."

دغه غوښتې وروسته له هغې کېږي چې له درې ورځو راپه دیخوا د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش وسله والې ډلې تر منځ جګړه روانه ده.

له دې وړاندې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه نښتو کې اته ملکیان وژل شوی اوه اتنه نور ټپیان او دیرش تنه نور د ښځو او ماشومانو په ګدون داعش وسله والې ډلې له ځان سره ساتلي دي.

د ننګرهار والي او امنیه قوماندان بیا د ملکي کسانو او په تېره د ښځو او ماشومانو د برمته نیونې خبرونه رد کړل.

خو د افغانستان د فاع وزیر عبدالله خان حبیبي له دې وړاندې د ولسي جرګې په استجوابیه ناسته کې وویل چې داعش وسله والې ډلې یو شمېر مېرمنې او ماشومان له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي خو زیاته یې کړه چې ډېر ژر به کوټ ولسوالۍ د داعش له وسله والې ډلې نه پاکه شي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې په ترسره شویو عملیاتو کې د داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتې او د هغوی د له منځه وړلو لپاره لوی پلان تر لاس لاندې دي.

وزیري:وسله وال پوځ ژمن دی چې داعش تروریستي ډله له منځه یوسي

نوموړي زیاته کړه:

"منظم پلان موجود دی او تر هغې چې توان وي د افغانستان مسلح قوا تعهد لري چې د داعش تروریستي ډله له منځه یوسې،عملیات روان دی تصیفه روانه ده، تېره ورځ هم داعش ته دارنه تلفات اوښتې دی، تېره شپه هم ورته هم تلفات اوښتې دي او عملیات مو روان دي، ان شاءالله دغه سیمې به د داعش له حضور څخه پاکېږي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت ویاند په دې وروستیو کې ویلي چې د داعش د وسله والې ډلې د فعالیت په تړاو په افغانستان کې کوم جدې اندیښنه نشته ده.

چارلز کلیفلند زیاته کړه چې په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډله کمزورې شوی او د تیښتې د لارې په لټه کې دي.

راپور: ابراهیم صافی