مدني فعالان: حکومت دې د داعش پر وړاندې جدي اقدامات و کړي

د بلخ ولایت مدني فعالان په ننګرهار کې د داعش ډلې د فعالیت د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د بلخ ولایت لسګونه تنو مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې وروستي فعالیتونه د بشر ضد اعمال وبلل او په شدید الفاظو یې وغندل.

د مدني ټولنې دا غړي وايي چې کابو څلور ورځې دمخه د داعش ډلې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د عامه خلکو په کورنو حمله کړې او سربېره پردې چې د هغوی کورنو ته یې اور ورته کړی دی، ځینې ښځې او ماشومان یې هم له ځان سره برمته کړي دی.

د بلخ مدني ټولنې یې غړې سکینې ناصر یې په اړه وویل:

"په ننګرهار ولایت کې کومه حمله چې د عام خلکو پر کورونو ترسره شوې ده، موږ یې په شدیدو الفاظو غندو او همدارنګه وایو چې د داعش ډله یوه تروریستي ډله ده چې د بشر ضد او غیر منطقي کړنې ترسره کوي."

د بلخ مدني فعالان په دې اند دي چې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو سره سم د هېواد په مختلفو سیمو کې نا امنۍ زور اخیستی دی او زړه بوږنونکي او بشر ضد اعمال هم مخ په زیاتېدو شوي دي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د امنیت ټینګښت او د نا امنیو د عاملینو د مجازات په برخه کې جدي او د پام وړ اقدامات ترسره کړي.

د بلخ د مدني ټولنې یوه بل غړي خپلې غوښتنې داسې مطرح کړې:

"له کوم کال څخه چې د ملي یووالي حکومت خپل فعالیت پیل کړی دی ورځ تر بلې نا امني زیاتیږي او زړه بوږنونکې پېښې هم زیاتې شوي دي هغه د افغانستان ختیځ دی او که لوېدیځ د دا ډول پېښو شاهد دی او له حکومت څخه غواړو د ناوړه پېښو عاملین مجازات کړي."

دا اعتراض په داسې حال کې مطرح کیږي چې په تازه ګۍ سره د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي ویلي چې په لنډه موده کې په داعش له ننګرهار څخه په شا وتمبوي او سیمې به پاک د دښمن له وجوده تصفیه کړي.

هغه همدا راز منلې ده چې په کوټ ولسوالۍ کې داعشیانو وروسته له دې چې د خلکو پر کورونو حمله کې ښځې او ماشومان یې هم له ځان سره نا معلوم ځای ته لېږدولي دي.

تېره ورځ د ننګرهار والي سلیم خان کندزي له رسنیو سره خبرو کې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو له خوا د ښځو برمته کول رد کړل او زیاته یې کړه چې مېرمني او ماشومان د جګړې پرمهال له خپلو کورونو وتلي وو چې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې څه باندې ۱۳۰ داعشیان په دې ولایت له منځه وړي دي.

مجیب الرحمن حبیب زی