ننګرهار: له پرون راهيسې د داعش ٤٩ غړي وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې په يوه هوايي حمله کې د داعش ډلې ١٠ تنه غړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل وشي، چې دغه حمله نن ماسپښين په سه پاى سيمه کې شوې، چې په نتيجه کې يې د دې ډلې يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزير عبدالله خان حبيبي نن د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه کې وويل، چې په کوټ ولسوالۍ کې پرون هم داعش ډلې ته درانه تلفات اوښتي وو:

”د دښمن ٣٩ غړي هلته وژل شوي او اتلس تنه يې ټپيان دي او په خواشينۍ سره زموږ یو شمېر هېوادوال يې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، نامعلوم لوري ته بېولي دي“

دفاع وزير وايي داعش ډلې پر ولسي پاڅونوالو حمله کړې ده.