عراقي پوځیانو د فلوجه مرکز له داعش وسله والې ډلې نیولی

د عراق صدراعظم حیدر العبادي پرون جمعه په فلوجه کې د اسلامي دولت پروسله والې ډلې د خپل پوځ بری اعلان کړ.

دعراق فلوجه ښار د پلازمینې په لوېدیز کې پروت دی.

د عراق امنیتي ځواکونو بېګا په فلوجه کې پر حکومتي ودانیو د خپل دولتي بیرغ پورته کړ.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر د دې خبر تر خپرېدو وروسته وویل چې د عراق امنیتي ځواکونو د ښار مرکز نیولی خو لاهم په بشپړ ډول د سیمې د تصفیې لپاره عملیات کوي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په فلوجه کې پر داعش د خپلو امنیتي ځواکونو بری اعلان کړ او ویې ویل چې د ښار له څنډو د وسله والو د ایستلو لپاره عملیات کوي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي

د عراق امنیتي ځواکونو د مې په ۲۳ په فلوجه کې د اسلامي دولت پر ضد پوځي عملیات پيل کړوو.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په دې عملیاتو کې د عراق امنیتي قواوې، په هوايي حملو بدرګه کولې.

په دې عملیاتو کې د ایران شیعه ملېشه هم د عراق د امنیتي ځواکونو سره ملګري وو چې د فرقه ایې تشدد د زیاتېدو وېره یې خوره کړې ده.

عراقي چارواکو د هغو رپوټونو په اړه څېړنې کوي چې وايي، زیات شمېر سنیان له فلوجې د تېښتې پرمهال وژل شوي دي.

ویل کېږي چې زیات شمېر سنیان له فلوجې د تېښتې پرمهال وژل شوي

د عراقي شیعه ګانومذهبي مشر ایت الله علي سیستاني پرون د جمعې تر لمانځه وروسته، پر حکومتي ځواکونواو ملېشو غږ وکړ چې د فلوجې له خلکو دي غچ نه اخلي.

د فلوجې اکثر اوسېدونکي سنیان دي.

د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش غړو د فلوجې تر نیولو وروسته، له دې ښاره په بغداد کې د بمي او انتحاري حملو لپاره کار اخیست.

د عراق حکومت د پلازمېنې بغداد د امنیت ټينګولو لپاره د فلوجې ښار بېرته نیولو ته ډېر اهمیت ورکړی دی.

په عراق کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي قواوې غواړي چې د دې هېواد دوهم لوی ښار، موصل هم د داعش له واسله والو پاک شي.

رپوټونه وايي، د داعش دښمنو ډلو په عراق او سوریه کې د هغوی پر ضد حملې زیاتې کړې دي.

ویل کېږي چې د سوریې په منبج ښار کې هم د داعش پر ضد شدید عملیات روان دي.

د داعش پر ضد شدید عملیات روان دي

د داعش وسله والو په فلوجه کې د عراقي ځواکونو د عملیاتو له پیل راهیسې، ملکي خلکو ته اجازه ورکړې وه چې له ښاره وتښتي.

له دې امله په عراق کې د کورنیو بې ځایه شوو خلکو لپاره په کمپونو کې وضعیت ترینګلی ګڼل کېږي.

د رپوټونو پر اساس، یوازې د پنجشنبې په ورځ نږدې شپږ زره کورنۍ له فلوجې وتلې دي.