د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

عراق: تروريزم ضد قطعې د فلوجه پر لوري پرمختګ کې مهم رول لوبولى


د عراق د حکومت ائتلافي ځواکونه توانېدلي د فلوجه ښار پر لوري د پام پرمختګ وکړي.

د عراق دغه ښار له دوو کلونو راهيسې د اسلامي دولت يا داعش په کنټرول کې دى.

ويل کېږي په دې ښار کې شا و خوا ۵٠ زره ملکيان راګير پاتې دي.

کارپوهان وايي، د عراقي دولت د ايتلافي ځواکونو د ټروريزم ضد قطعې د فلوجه ښار په بېرته نيولو کې ځانګړى رول لوبولى دى.

د ائتلاف مخکښې قطعې اوس دا وړتيا پيدا کړه چې د فلوجه په جنوب کې د الشهداد پر لوري مخ ته لاړه شي.

یاد پوځ د داعش پر مرکزنو بریدونه کړي
یاد پوځ د داعش پر مرکزنو بریدونه کړي

د بغداد د عملياتو د قوماندې وياند، بريد جنرال سعد معن د چين ټلويزيون يا CCTV ته وويل، دغې قطعې په دغو عملياتو کې د پام وړ رول لوبولى دى:

"د ټروريزم-ضد پوځيان دغه ښار ته داخل شوي دي، د دوى وظيفه دا ده چې ښار ته دننه داخل شي او راتلونکو امنيتي ځواکونو ته زمينه برابره کړي، خو بيا هم که د جنګ په ميدان کې وضعيت بدلېږي، د دغو پوځيانو ستراتيژيک اهداف هم د بدلېدو وړ دي."

فلوجه ښار چې د عراق د پلامېنې بغداد په شا و خوا پنځوس کيلومترۍ کې پروت دى شا و خوا ۵٠ زره ملکيان په کې راګير پاتې دي.

شاوخوا ۵۰ زره کسان ګير پاتې دي
شاوخوا ۵۰ زره کسان ګير پاتې دي

په بغداد کې د يوه سياسي څېړنيز مرکز مشر احسان الشمري وويل د منظم ماموريت تر څنګ دغه پوځيان د دې لپاره ګمارل شوي چې د ائتلاف د پوځيانو او ځايي خلکو ترمنځ د ممکنه فرقوي شخړو اندېښنې هم ختمې کړي:

"داعش سخت دريځي وسله وال د فلوجه په کوڅو او نورو ځايونو کې پټ شوي دي، ټروريزم ضد پوځيان په لارو کوڅو کې د جنګ لپاره ښه روزل شوي دي، خلک په فلوجه، رمادي او ټول انبار ولايت کې پر دغو پوځيانو باور کوي، د دوى پر وړتيا او د دوى د ساتنې لپاره د دغو پوځيانو پر تجربې ډاډ لري، د دغو پوځيانو کارول د ممکنه فرقوي شخړو مخه نيسي، ځينو کسانو د دې ستونزې پارولو ته لمن وهلې وه."

راپورونه وايي د عراق ائتلافي ځواکونه د فلوجه د جنوب د جګړې په لومړۍ کرښه کې ټول پنځه زره غړي لري، دوى ته بېلابېل مهارتونه ورښوول شوي، لکه د ناچاوده مهماتو شنډول، له يوه ځاى نه بل ځاى ته د ملکيانو لېږدول او له ښار څخه د سخت دريځو وسله والو ايستل.

د عراق صدراعظم حيدر العبادي درې اوونۍ مخکې د فلوجه د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د پيل اعلان وکړ.

د فلوجه تر څنګ موصل ښار هم په ٢٠١٤میلادي کال کې د داعش ډلې لاس ته ورغى، دواړه ښارونه په عراق کې د داعش مهم مرکزونه ګڼل کېږي.

تازه راپورونه وايي عراقي پوځيانو د يکشنبې په ورځ د موصل په جنوب کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پر مورچلونو حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG