دانش: د تښتول شوې هندۍ مېرمنې د خلاصون جدي هڅې پيل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د تښتول شوې هندۍ مېرمنې دیسوزا د راخلاصون لپاره جدي هڅې پیل شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي چې دا مهال د دې مېرمنې د تښتونې قضیه په کشفي ارګانونو کې ده.

۴۰ کلنه جودیت دیسوزا په کابل کې له آغاخان بنسټ سره کار کاوه چې د جمعې په شپه د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل او نورو نږدې سیمو کې ټول کشفي ځواکونو جدي هڅې پیل کړې څو مېرمن دیسوزا د برمته کوونکو له منګولو وژغوري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل دوی ته یو شمېر کشفي معلومات رسېدلې خو د قضیې د محرمیت له امله یې په دې اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو نوموړي وویل چې د دې مېرمنې د خوشې کېدو لپاره جدي هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه:

"د کابل پولیس له کشفي او استخباراتي او نورو اړوندو امنیتي اداروسره په هماهنګۍ کار کوي، څو د تښتول شوې مېرمن د ژر خلاصون لپاره اقدامات کړي."

د دې مېرمنې د خوشې کېدو لپاره جدي هڅې روانې دي

دغه مېرمنه جودت ډی سوزا نومیږي، ۴۰ کاله عمر لري او په کابل کې یې د آغا خان په نوم بنسټ سره کار کاوه چې د جمعې په شپه د کابل ښار له لسمې ناحیې څخه د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیره مېرمن شوسما سوراج هم رسنیو ته په خبرو کې د دې هندۍ مېرمنې د تښتول کېدو خبره منلې ده.

د آغا خان بنسټ ویلي چې د دې ښځې د خلاصون لپاره له افغان امنیتي ادارو سره کار کوي.

په تېره یوه لسیزه کې دا څلورم هندي تبعه ده چې په افغانستان کې تښتول کېږي.

له دې وړاندې هندي کاتولیک کشش آلیکسس پرم کما په ۲۰۱۴ کال کې او دوه هندي ساختماني کارګران په ۲۰۰۳ کال کې په افغانستان کې تښتول شوي او وروسته بیا ټول د تښتونکو له منګلو خلاص شوې دي.

له دې ټولو سره یو شمېر په دې باور دي چې د کابل او هند نږدې اړیکې د دې سبب شوي چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه د داوړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو لپاره خپل شوم پلانونه عملي کړي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي اسلام اباد ته په اشارې وایي په اغلب ګمان د مېرمن دیسوزا په برمته کېدو کې به پاکستان لاس ولري.

د مېرمن دیسوزا په برمته کېدو کې پاکستان لاس لري

هغه زیاته کړه:

"زما باور دا دی چې چابهار بندر چې پرانستل شو وروسته سلما بند او بیا نریندرا مودي چې امریکا ته لاړه او هلته د افغانستان ملاتړ یې وکړ نو خامخا یو شمېر کسان په ځانګړي ډول پاکستان په دې نظر دی چې د افغانستان اړیکې کړکېچنې کړي."

په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایې تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي وویل ټولو بهرنیو اتباعو ته له پخوا معلومات ورکړل شوي چې د شپې تګ راتګ پرمهال پولیس په جریان کې کړي خو دې مېرمنې پولیس په جریان کې نه و اچولي.

خو افغان کارپوه احمدي سعیدي پر حکومت او امنیتي ارګانونه باندې انتقاد وکړ چې د ښاریانو او بهرنیو اتباعو د امنیت په تامین کې پاتي راغلي.

راپور: ناجیه ساپۍ