غورځنګ: د مسافرو د برمته نیولو د مخنیوي پر طرحې کار روان دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د حکومت له خوا پر داسې یوې طرحې کار روان دی چې پر لویو لارو د مسافرو د برمته نیولو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي د دې طرحې له جوړېدو مخکې ټولو امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د مخالفینو دا تکتیک پر موجوده امکاناتو ناکام کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، وسله والو مخالفینو د دې لپاره د برمته نیولو چارې ته زور ورکړی چې د جګړې په ډګر کې خپله ناکامي جبران کړي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ وایي، د برمته نیولو د پېښو له زیاتېدو سره سم، حکومت هم پر داسې طرحې کار پيل کړی چې د مسافرو امنیت خوندي او د برمته نیونې مخنیوی وشي.

ښاغلي غورځنګ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د وسله والو مخالفینو نوی تاکتیک به ډېر ژر شنډ شي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د ملي امنیت شورا ته به په دې اړه ډېر ژر یوه اساسي طرحه وړاندې شي او مخکې له دې چې دا پلان ترتیب شي د افغانستان ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د د ستور استول شوی چې د ملکي خلکو تښتونې د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو منظمه او اغېزمنه استفاده وکړي."

که څه هم امنیت شورا د طرحې له جزیاتو ورکولو ډډه کوي خو له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نوي پلان له مخې به په لویو لارو د امنیتي ځواکونو ګرځنده ټيمونه ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان د کندزـ تخار، کندزـ کابل، کندهارـ کابل په لویو لارو او ځينو سیمو کې لسګونه کسان یرغمال بیولي دي.

د وسله والو مخالفینو نوی تاکتیک به ډېر ژر شنډ شي

په وروستیو پېښو کې دغې ډلې په غزني کې شپږ له هغې وړاندې بیا د کندز کابل په لویه لار ۱۸۵ او او د تخار کندز په لار ۴۷ مسافر له موټرو ښکته کړي دي.

وسله والو طالبانو ویلي، هغه کسان چې دوی وژلي او یا یې هم تښتولي، د امنیتي ارګانونو کارکوونکي دي، خو حکومت دغه کسان عام وګړي بولي.

پر لویو لارو د مسافرو برمته نیونه څه نوې خبره نه ده، تېر کال هم څو ځله داسې پېښې وشوې، خو په تېر کال کې د برمته نیوونکو هدف تر ډېره هزاره توکمي افغانان وو، خو سږکال ورته د امنیتي ځواکونو د کارکوونکو نوم ورکوي.

بل لورته د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی او غړي وايي چې دغو تښتونو اندېښمن کړي او باید حکومت په دې اړه جدي ګامونه واخلي.

د دې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې ورځې په غونډه کې د وکیلانو اندېښنو له اورېدو وروسته وویل چې امنیتي بنسټونه باید په دې اړه ملت ته ځواب ورکړي.

امنیتي بنسټونه باید په دې اړه ملت ته ځواب ورکړي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د امنیت او په همدې ډول د لویو لارو امنیت په خاطر موږ د دوشنبې په ورځ امنیتي مسولین ولسي جرګې ته رابللي دي."

د امنیتي چارو کارپوهان هم وايي چې دغو پېښو د خلکو تر منځ اندېښنې له پخوا ډېرې کړي او د ډاډمن ځمکني سفر فضا یې له منځه وړي ده.

له دې ډلې یې جاوېد کوهستاني ازادي راډیو ته وویل چې طالبان غواړي د جګړې بدل په لویو لارو د برمته نیولو له لارې واخلي خو افغان حکومت چې د خلکو د ساتنې حق لري باید د همغږی، پولیسو او ګزمو په ډېرولو هغوی ته دا فرصت ورنه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ