عزیز: د افغانستان ثبات د سولې له لارې راتلای شي

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو وزير سرتاج عزيز ويلي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید سوله وشي خو سوله په څو ورځو کې نه کیږي بلکه ډېر وخت ته اړتیا لري.

سرتاج عزيز دا څرګندونې په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل چې امریکا او متحدانو يې په افغانستان کې غوښتل د یو لک او دېرش زرو ځواکونو په واسطه کاميابه شي خو دوی په خپل هدف کې پاته راغلل.

ده زیاته کړه:

"اوس بديل دا دی چې د سولې له لارې دا کار وشي خو نتيجه به په څو ورځو يا مياشتو کې نه وي. دا کار زغم او ګډو هڅو ته اړتيا لري. زموږ د څلور اړخېزه غونډې د غړېو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا ده."

سرتاج عزيز وويل چې پاکستان خپله بهرنۍ پالیسي له دغو کرښو سره سمه جوړوي او هيله لري چې افغانستان به له پاکستان سره موافق شي چې د سولې بهير پر مخ یوسي.

افغان حکومت د سولې د بیا پيلولو په مقصد طالبانو ته بلنه ورکړې وه چې مذاکراتو ته کښيني او له پاکستانه يې هم په دې اړه د خپل نفوذ کارولو غوښتنه کړې وه.

افغان حکومت ويلي و چې په څلور اړخېزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې که طالبان سولې ته غاړه نه اږدي، د دې غونډې غړي هېوادونه به يې پر وړاندې نظامي عملیات کوي.

وروسته له هغه چې د افغان حکومت پر تکراري غوښتنه پاکستان طالبان د سولې مذاکراتو ته حاضر نه کړل او نه يې په خپله خاوره کې د طالب مشرانو پر وړاندې عملیات وکړل.

د طالبانو مشر ملا اختر منصور تېره مياشت د پاکستان د بلوچستان سیمې په احمد وال سيمه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او طالبانو په ډېره چټکۍ سره ملا هبت الله اخندزاده خپل مشر وټاکه.

طالبانو په ډېره چټکۍ سره ملا هبت الله اخندزاده خپل مشر وټاکه.

څېړونکي وايي چې د ملا منصور له وژل کېدو سره د سولې پروسه د بل هر وخت په پرتله له ډېر خنډ سره مخامخ ده.