د انتخاباتو په اړه به د ولسمشر فرمان د ولسي جرګې اجنډا کې شامل شوی

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورا ګانو د انتخاباتو په اړه د جمهور رییس د تقنیني فرمان پر سر اکثره اختلافات حل شوي او د تصویب لپاره به د شنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

ولسي جرګه دا اقدام په داسې حال کې کوي چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د هېواد سیاستوال، مدني ټولنې، عام خلک او حکومت تاکید کوي چې ولسي جرګه دې ژر تر ژره دا فرمان تصویب کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال سید نعمت اله غفاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د جرګې کمېسیونونو پر موضوع له بحثونو وروسته منلې چې د جمهور ريیس تفنیني فرمان دې عمومي غونډې ته وړاندې شي.

ښاغلي غفاري زیاته کړه:

"اوس مهال دغه تقنیني فرمان چې ملي شورا ته راغلي و، د بحث او رايي ګېري لپاره اماده شوی او د شنبې د ورځې لپاره د ولسي جرګې د عمومي غونډې په اجنډا کې چې د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو په اړه دی، شامل شوی دی."

د انتخاباتو اړوند د جمهور ريس اشرف غني دا دوهم تقنیني فرمان دی چې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته سپارل شوی دی.

ولسي جرګې تر دې مخکې د انتخاباتو اړوند د جمهور ريیس لومړی فرمان رد کړی و.

په دوهم فرمان کې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د نومولو لپاره د غوراوي د کمېټې په غړېو کې یو لړ بدلونونه راوستل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو څارونکي بنسټونه بیا تاکید کوي چې ولسي جرګه دې ژر تر ژره د جمهور ريیس تقنیني فرمان تصویب او حکومت دې د انتخاباتو لپاره اصلاحي مېکانېزم جوړ کړي.

د ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ ریيس محمد نعیم ایوب زاده ازادي راډیو ته وویل:

محمد نعیم ایوب زاده

"موږ هم د جمهور رییس د فرمان د تصوېبېدو پلویان یو خو د انتخاباتي هر فعالیت له پیلېدو دمخه باید په کاري طرحو، مېکانېزم ، سیمه ییز کار کوونکو او سیمه ییز دفترونو کار وشي."

تېره ورځ د جمهور ريیس دوهم مرستیال سرور دانش ولسي جرګې ته د دفاع وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست د کاندیدانو د معرفي کولو پر مهال له جرګې وغوښتل چې د انتخاباتو اړوند دې د جمهور ريیس فرمان تصویب کړي.

افغان حکومت د روان لمریز کال د میزان ۲۴ تمه د انتخاباتو لپاره اعلان کړی ده.

افغان چارواکي وايي، د انتخاباتو ترسره کېدو ته یې هر اړخیز تدابیر نیولي دي.

مینه پال: د انتخاباتو ترسره کېدو ته هر اړخیز تدابیر نیول شوي

د جمهور ريیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغان حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره خپله ژمنتیا ثابته کړې ده، دوه کمېټې چې یوه یې امنیتي او بله یې مالي ده، ټاکل شوي دي. مالي کمېټه هڅه کوي چې د انتخاباتو لپاره د مرستندویانو مرستې جلب کړي."

پر افغانانو سربیره نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې د انتخاباتي نظام پر اصلاحاتو تاکید کوي او وايي چې که په دې نظام کې اصلاحات رامنځته نه شي مرستې به ورسره ونه کړي.

خو لا هم څرګنده نه ده چې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې به د ولسمشر دا دویم فرمان له څه ډول برخه لیک سره مخ شي؟ خو اساسي اندیښنه دا ده چې که ولسي جرګه په دې برخه کې چټک ګام پورته نه کړي، نو په ټاکل شوي وخت د انتخاباتو ترسره کول به له امکانه وځي.

راپور: خان محمد سیند