وزیري: د وسله والو مخالفینو په وړاندې د حکومت پالیسي روښانه ده

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې القاعده، طالبان، داعش او هغه نورې ډلې چې د دې هېواد اساسي قانون نه مني او د جګړې لار یې خپله کړې، د دوی او حکومت له نظره توپیر نه لري.

جنرال دولت وزیري څرګنده کړه چې د تروریستي ډلو پر ضد د افغان حکومت او وسله والو ځواکونو کړنلاره واضح ده.

امریکايي خپرونې فیسکل ټایمز په یوه رپوټ کې په نړۍ کې پر تروریستي حملو او د وسله والو ډلو پرفعالیتونو په رپوټ کې ویلي چې وسله والو طالبانو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د داعش په پرتله زیاتې حملې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري پرون سې شنبې وویل، افغان امنیتي ځواکونه به د وسله والو ډلو نومونو او لقبونو ته له پاملرنې پرته، د هغوی پر ضد مبارزه جاري وساتي.

ښاغلي وزیري څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت او وسله وال ځواکونه د هغو ټولو وسله والو ډلو پر ضد مبارزه کوي چې د افغانستان اساسي قانون نه مني او پر ملکي افغانانو د حملو لار یې خپله کړې ده.

د ښاغلي وزیري په وینا، افغان دولت هغه کسان تروریست ګڼي چې پر ملکي افغانانو حملې کوي.

دولت وزیري زیاته کړه:

"هر څوک چې د افغانستان ښځې، نارینه، کوچنیان وژني او په افغانستان کې نا امني ایجادوي، هر نوم که پر ځان کېږدي، هغه د افغانستان د حکومت، دولت اووسله وال پوځ لپاره تروریستان دي، هغه که القاعده ،طالبان، داعش یا حقاني ډله وي او یا بل کوم نوم پر ځان کېږدي، هر څوک چې د افغانستان خلکو نا امني جوړوي موږ د هغوی پر ضد کلکه اوجدي مبارزه کوو څو په افغانستان کې امنیت تامین شي."

د ملي دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري دا خبرې د فیسکل ټایمز خپرونې د رپوټ په اړه کړې چې په افغانستان کې د روان وضعیت او په دې هېواد کې د طالبانو او داعش د فعالیت په اړه خپور کړی دی.

طالبانو په تېر یوه کال کې د داعش په پرتله زیاتې حملې کړې

په رپوټ کې راغلي چې وسله والو طالبانو په تېر یوه کال کې د داعش په پرتله زیاتې حملې کړې او د حملو د شمېر له اړخه په نړۍ کې د داعش په څېر تر تروریستي ډلې مخکې شوي دي.

خو په رپوټ کې ویل شوي چې د داعش په حملو کې زیات خلک وژل شوي او په تېر یوه کال کې، په ټوله نړۍ کې د دې ډلې حملې زیاتې خونړۍ وې.

د خپرونې په وینا، تېر کال په ټوله نړۍ کې نږدې دولس زره تروریستي حملې شوې چې نږدې ۲۹ زره انسانان په کې وژل شوي او تر ۳۵ زره زیات زخمیان شوي دي.