د پکتیا په ګردېز کې د روژې په رارسېدو د توکو بيې لوړې شوي

د پکتيا اوسېدونکي وايي چې د روژې مياشتې له رارسېدو سره سم د نرخونو د نه کنټرول له امله په ګردېز ښار کې د خوراکي توکو د پېر او پلور بيې لوړې شوې دي.

دوی وايي، مخکې له روژې چې د کومو توکو بيه ارزانه وه اوس يې تغير کړی او نږدې دېرش فيصده لوړ والی په کې راغلی دی.

د ګردېز دوه تنه ښاريان وايي:

"زه وزير محمد د ګردېز ښار اوسېدونکی يم، دا په ګردېز کې يو رواج ګرځېدلی دی نرخونه جګيږي، په ښو ورځو کې د اسلام د دين په بنياد بايد خلکو سره مرسته وشي، مرسته خو څه چې نه کيږي په نرخونو کې تفاوت راغلی دی، هغه شی چې په شل روپۍ وو اوس په څلوېښت روپۍ خرڅيږي.

-زه نعمت الله يم د ګردېز ښار اوسېدونکی، لږ لږ شيان جګيږي، پخوا که به يو شی ارزانه پيدا کېده اوس جګ شوي وو، دوکاندارنو فکر کړی دی چې راځئ رش دی له دې ګټه واخلئ او خلک مجبور دي بايد وايې خلي، موږ پرون سودا کوله موږ ته معلومات وشو، په غوښه، سبزي او ترکارۍ کې هم نرخونه لوړ شوي وو، نور خو ايسته پرېږده، بايد دا کار ونه شي."

دوی دا هم وايي چې که حکومت په ښار کې د دوکاندارانو نرخونه کنټرول نه کړي، د ضعيف اقتصادي حالت له وجې به ډېر خلک ونه شي کولای په ښار کې د ضرورت وړ توکي وپېري.

يوازې يو څو تنه نه دي چې په ښار کې د نرخونو له لوړوالي شکايت کوي، د دې ښار اکثريت خلک په دې اند دي چې حکومت بايد په ښارونو کې دوکاندارانو ته نرخنامې توضيع کړي.

یو تن د حاجي ریس په نامه وايي:

"دلته خو په روژه کې نرخونه بيخي لوړيږي، حتی پنځوس فيصده هم سړی تغير ليدلای شي، د ضرورت وړ شيان جګيږي چې دا کار بايد د اسلامي ورورولۍ له مخې ونه شي او بايد نرخونه کنټرول وي، زموږ له ښاروالي نه هم دا غوښتنه ده چې د نرخونو په کنټرولولو کې اقدام وکړي، ځکه خلک غريب دي او وس يې نه رسيږي او په روژه کې دا زياتی نه دی پکار."

په ګردېز کې د توکو بيې لوړوالي ډېر خلک له ستونزو سره مخ کړي، دا چې د خلکو له مجبوريته د ګټې اخيستو لپاره اسلام څه اصول ټاکلي دي.

د پکتيا د علماوو شورا غړی مولوي عبدالغفور يې راته ځوابوي:

"په اسلام کې دا کار ناروا دی چې د خلکو له مجبوريته ګټه واخيستل شي، دا د ضرورت ورځې دي خلک ډېره مراجعه کوي او دا غبن فاحش دی او په روژه کې چې څوک داسې سوی استفاده کوي دا حرامه ده او دا کار بايد ونه شي."

دی دا هم وايي اجراييه قوه او حکومت بايد د دې لپاره منظمه لايحه جوړه او پلې کړي، خو د لايحې او اصولو په اړه مو د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد څخه وپوښتل چې دوی په ښار کې د نرخونو د کنټرول لپاره څه کړي دي.

ښاغلي خالد زیاته کړه:

"پخوا د ښاروالۍ دنده هم دا وه چې نرخونه کنټرول کړي، خو په تېرو کلونو کې د وزيرانو شورا له ښارواليو دغه مسوليت اخيستی دی او يوازې ښاروالۍ وزنونه کنټرولولای شي، خو نرخنامه نه شي ورکولای او اوس رښتيا هم په ښار کې توکي په يوه بيه نه دي بېلابېل نرخونه چليږي، که مرکزي حکومت بيا هم ښارواليو ته دا مسوليت وسپاري بېرته به نرخونه کنټرول او ښاروالۍ اقدام وکړي."

د ده په خبره، که مرکزي اداره بيا هم دوی ته دا واک وسپاري چې په ښارونو کې نرخونه کنټرول کړي وبه کولای شي چې په ټول ښار کې د توکو نرخونه يو ډول کړي.

خلک د نرخونو لوړوالي شکايت په داسې حال کې کوي چې له روژې مخکې په ښار کې د توکو بيې د چارو کارپوهانو په خبره مناسبې وې او اوس يې خلک د کنټرول غوښتنه کوي.

راپور – داود تپان