اميري: د ملکيانو تر وتلو وروسته پر فلوجه حمله کوو

د عراق شيعه ملېشه چې ايران يې ملاتړ کوي وايي، وروسته له هغې چې ملکيان د عراق له فلوجه ښار څخه ووځي، دوى پر دغه ښار د حملې پلان لري.

فلوجه چې د عراق پلازمېنې بغداد ته نژدې پرته ده، د داعش مهم مرکز ګڼل کېږي. ويل شوي شا و خوا ٥٠زره کسان په دې ښار کې راګير پاتې دي.

بدر سازمان چې له شيعه ملېشو جوړ دى وايي تر هغو چې ملکيان په فلوجه کې وي، دوى دغه ښار ته نه شي ننوتلاى.

د ولسي رضاکارو د دې ډلې مشر هادي الاميري وويل:

"موږ اوس له درېيو استقامتونو د فلوجه په دروازه کې يو. جنوبي دروازه مو د کورنيو د وتلو لپاره خلاصه پرېښې ده. زموږ د معلوماتو له مخې لا هم په فلوجه کې ګڼې کورنۍ شته. تر هغو چې کورنۍ په دې ښار کې وي موږ ورته نه داخلېږو. موږ هيله من يو دغو کورنيو ته د وتلو لارښوونه وشي."

هادي الامیري دا خبرې پرون شنبه له فلوجې دباندې خبریالانو ته وکړې. دا ښار د عراق د پلازمېنې بغداد د لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دى.

اميري تېره اوونۍ ویلي و چې د فلوجې ښار په محاصره کولو کې به برخه واخلي خو پر ښار د حملې کار به یوازې پوځ ته پرېږدي.

اميري تېره اوونۍ ویلي و چې د فلوجې ښار په محاصره کولو کې به برخه واخلي

فلوجه د عراق لومړنی ښار و چې د ۲۰۱۴ م کال په جنورۍ مياشت کې د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې يا داعش لاس ته ورغی.

خو ګڼ سني سياستوال نه غواي چې شيعه ملېشه دې په فلوجه کې دننه په جګړه کې برخه ولري، دوى بېره لري، چې دا کار به د فرقوي کړکېچ سبب شي.

له فلوجه د داعش ډلې د ايستلو لپاره، د عراقي پوځيانو او شيعه ملېشو دغه عمليات چې د امريکا په مشرۍ هوايي ملاتړ هم ورسره دى، وروسته له هغې په وروستيو ورځو کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شول، چې په دې ښار کې د زرګونو ملکيانو د راګير پاتې کېدو راپورونه خپاره شول.

د ولسي رضاکارانو د ډلې مشر هادي الاميري په فلوجه کې له مېشتو کورنيو غوښتنه وکړه، چې د خپل خونديتوب لپاره دې له دې ښاره ووځي:

"زما د فلوجه له اوسېدونکو غوښتنه ده، د دوى لاسونه مچوم او ترې غواړم چې له فلوجه ووځي، ځکه که دوى هلته پاتې وي، خپل ژوند په خطر کې اچوي، ځکه نو زما هيله ترې دا ده چې د فلوجه له لوېديځې لارې ځانونه وباسي، موږ ډاډ ورکوو چې زموږ له لوري به يوه مرمۍ هم د دوى خوا ته ونه ويشتل شي."

د فلوجه تر څنګ داعش ډلې پر موصل ښار هم چې د عراق په شمال کې پروت دى، ولکه ټينګه کړې ده.

د عراق صدراعظم حيدر العبادي د چهارشنبې په ورځ ويلي وو، د ملکيانو د خونديتوب لپاره د توندلارو سني سخت دريځو پرضد پيل شوي عمليات ورو شوي دي.

ويل شوي چې شا و خوا ٥٠زره کسان په فلوجه کې راګير پاتې دي، چې اوبو، خوړو او صحي خدماتو ته يې لاسرسى محدود شوى دى.