د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

عراقي سرتېري د فلوجه ښار نیولو ته چمتوالی نیسي


د عراق ټروريزم- ضد ځواکونه له داعش ډلې د فلوجه ښار د بېرته نيولو لپاره د دې ښار مربوطاتو ته لېږل شوي دي.

وروسته له هغې چې تېره يکشنبې د ښار د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شول، دا اول وار دى چې دا ځواکونه هلته ځاى پر ځاى کېږي.

بلخوا ملګري ملتونه وايي په فلوجه کې ګڼ کسان د داعش ډلې له خوا اعدام شوي دي.

عالي رتبه قوماندانان وايي، د عراق ټروريزم-ضد ځواکونه د فلوجه ښار په شا و خوا سيمو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ له داعش ډلې د فلوجه د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل شول، دا اول وار دى چې دغه قواوې د دې ښار په مربوطاتو کې ځاى پر ځاى کېږي.

د ټروريزم-ضد ځواکونه چې د عراق ښې روزل شوې قواوې دي او جنګي تجربه هم لري، د فلوجه حدودو ته رسېدلي دي.

دغه ښار چې په ٢٠١٤میلادي کال داعش ته په لاس ورغلى، د دې ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي.

عبدالوهاب السعدي چې د فلوجه د بېرته نيولو لپاره د پيل شويو عملياتو مسووليت لري، د فرانسې خبري اژانس ته وويل:

فلوجه په ٢٠١٤میلادي کال د داعش ډلې لاس ته ورغلى دى
فلوجه په ٢٠١٤میلادي کال د داعش ډلې لاس ته ورغلى دى

"د ټروريزم ضد ځواکونه، د انبار ولايت د چټک غبرګون پوليس او قبايلي جنګيالي د فلوجه په جنوب او ختيځ کې طارق او مزرا کمپونو ته رسېدلي دي."

ده وويل چې له داعش ډلې د فلوجه د ازادولو لپاره به دغه ځواکونه په څو ساعتونو کې فلوجه ته داخل شي.

په دغو عملياتو کې دغه راز هغه شيعه ملېشه هم برخه لري چې ايران يې ملاتړ کوي.

فلوجه چې د عراق د پلازمېنې بغداد د لوېديځ په شا و خوا ٧٠ کيلومترۍ کې پرته ده، د موصُل تر څنګ د داعش ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي چې ويل کېږي بشري وضعيت هم په کې ډېر خراب شوى دى.

په جنيوا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياندې ميليسا فلېمينګ يوه کنفرانس ته د جمعې په ورځ د فلوجه پر وضعيت هم خبرې وکړې:

"له فلوجې دننه د هغو سړيو او هلکانو د اعدامونو پر زياتوالي ډراماتيک راپورونه لرو چې د داعش په ګټه يې له جنګ کولو انکار کړى دى، نور راپورونه وايي ګڼ کسان چې هڅه يې کوله له دې ښاره ووځي يا اعدام شوي يا په درو وهل شوي دي، راپورونه وايي د يوه سړي پښه غوڅه کړاى شوې ده، د راپورونو له مخې د روانو پوځي عملياتو په لړ کې ګڼ کسان يا هم وژل شوي يا هم د خپلو کورونو تر کنډوالو لاندې ژوندي ښخ شوي دي."

د عراق د ټروريزم-ضد ځواکونو وياند وايي له کله چې تېره اوونۍ د فلوجه د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل شول، يوازې ٢٤٩ کورنۍ چې شا و خوا يونيم زر کسان کېږي، په دې توانېدلي چې له دې ښاره ووځي.

شا و خوا پنځوس-زره ملکيان په دې ښار کې راګير پاتې دي
شا و خوا پنځوس-زره ملکيان په دې ښار کې راګير پاتې دي

خو د امريکا پوځ ويلي چې شا و خوا پنځوس-زره ملکيان په دې ښار کې راګير پاتې دي او دوى ته له هوا په شيندل شويو اعلانونو کې امر شوى چې د داعش تر ولکې لاندې سيمو ته داخل نه شي او د خپل ځان د خونديتوب لپاره پر خپلو بامونو يوه ټوټه سپين ټوکر وغوړوي.

XS
SM
MD
LG