خوست: طالبان دې د افغان وژنې پر ځای خلکو لپاره سوله راولي

د پنجشنبې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې له وسلوالو طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د حزب اسلامي په شان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو او سولې ته کیني.

دوی ټېنګار وکړ، نور دې د دې وخت رارسیدلی چې ټولې افغاني ډلې، موافق او مخالف ګروپونه د خپل هېواد د ابادۍ په کار کې په ګډه ونډه واخلي او دا ملت له مسلط بحرانه وژغوري.

یاده غونډه چې د افغانستان د ځوانانو د علمي او سیاسي ټولنې لخوا رابلل شوې وه، په کې یادونه وشوه چې د سولې لپاره د روانو هڅو څخه په ملي کچه پراخ ملاتړ د دې څرګندونه کوي، چې دا کار به پدې هېواد کې په تلپاتې سولې مثبت اغېز ولري.

د مجاهدینو د سرتاسري شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د افغانستان په ملت باندې غږ کوو، چې د سمتي، قومي، نژادي، تنظیمي او نورو فرعي اختلافاتو څخه ډډه وکړي، د یو واحد افغانستان لپاره د یو ملت په توګه په ګډه باندې د سولې او امن لپاره کار وکړي، ورسره په طالبانو باندې هم غږ کوو، چې د حزب اسلامي په شان باندې د بین الافغاني مذاکراتو میز ته راشي، د جنګ او جګړو څخه لاس واخلي او د افغانستان د مظلوم او بیچاره ولس د وژنې په ځای باندې نور دې ملت ته سوله او امن راوړي."

د افغانستان د ځوانانو د علمي او سیاسي ټولنې مشر محمدثابت ثاقب وايي چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ روانو خبرو اترو د دې هېواد په مختلفو سیمو کې د خلکو سره د تلپاتې سولې ډېرې هیلې پیدا کړي دي.

دی زیاتوي، پدې وروستیو کې د سولې په اړه خلک غونډې جوړوي، مدني حرکتونه کوي او په طبعي توګه دا جریانونه د سولې پر بهیر مثبت اغېز کوي:

"د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د سولې څخه د حمایت په ارتباط باندې ډېرې هیلې او امیدونه راپیدا شوي دي، په ډېریو ولایتونو کې د ولسونو لخوا د سولې د دې بهیر نه د ملاتړ غونډې جوړې شوي دي، چې د هغې جملې نه د هغې یوه بیلګه د خوست اوسنی غونډه کې د خوست د ولسونو پراخ ملاتړ دی، چې لدې جریان نه يې کوي، انشاالله زموږ امید دادی چې دا جریان به په اینده کې د افغانستان په سوله، ثبات او امنیت کې رغنده رول ولري."

مدني فعال محمدغفور مهیدي چې دوی د هغو ټولو مثبتو سیاسي او ټولنیزو حرکتونو ملاتړ کوي، چې هغه په افغانستان کې د روانې جګړې د اودریدو او د سولې لپاره د مثبتو پایلو لامل کیږي:

"نن ورځ چې د افغانستان خلک د جګړې له ناتاره ډېر ځوریږي، موږ د سولې طرفداره یو او همدا راز حرکتونه چې د سولې لامل کیږي، موږه يې په کلکه ملاتړ کوو، او هیله من یو چې ډېرې ښې او مثبتې پایلې به ولري."

د یادونې وړ ده پدې وروستیو کې سولې ته د طالبانو د رابللو غږونه داسې وخت پورته کیږي چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته د طالبانو په مشرتابه کې هم بدلون راغلی او یو غېر نظامي کس یې مشري په غاړه اخېستې ده.

په دې لړ کې د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار هم په یوه بې ساري اقدام د طالبانو څخه غوښتي چې له جګړو او مخالفته لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

راپور: نجیب الله الوخېل