ممنون حسين: د افغانستان سوله له پوځي لارې نه شي راتلاى

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين وايي، د سيمې د امن او ثبات لپاره په افغانستان کې سوله ضروري ده او ټينګار کوي چې دا مقصد له پوځي لارې نه، بلکې د ټولو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترلاسه کېداى شي.

ښاغلى حسين دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ملي پارلمان يوې ګډې غونډې ته د نوي پارلمان کال د پيلېدو په ترڅ کې د وينا پر مهال وکړې.

که څه هم د پاکستاني ولسمشر د وينا ډېره برخه په دغه هېواد کې د حکومت درې کلنو لاسته راوړنو او د جمهوريت ودې ته ځانګړې شوې وه، خو د دې ترڅنګ په کې نوموړي د خپل حکومت د بهرنۍ ياليسۍ يادونه هم وکړه.

ممنون حسين د بهرنۍ پاليسۍ د يادونې په ترڅ کې وويل چې هېواد يې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړيکې غواړي.

ښاغلى حسين د پارلمان ګډې غونډې ته د ګاونډي هېواد افغانستان يادونه هم وکړه او ويې ويل چې د سيمې د امن او ثبات لپاره په افغانستان کې سوله ضروي ده او په خبره يې،"د افغانستان د شخړې يوازينى حل خبرې اترې دي."

نوموړي همدا شان د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د څلور اړخيزې کمېټې يادونه هم وکړه او ويل چې دا کمېټه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پيلولو په لړ کې مرسته کوي، خو زياتوي چې په افغانستان کې ځينو رامنځته شويو پېښو دغو کوششونو ته زيان رسولى دى.

نوموړى په دې اړه وايي:

"پاکستان ګڼي چې د سيمې د امن او ثبات لپاره په افغانستان کې امن ضروري دى او دا مقصد د پوځي لارې نه، بلکې د ټولو اړخونو ترمنح د خبرو اترو له لارې ترلاسه کېداى شي. د پاکستان په نوښت څلور اړخيزه کمېټې غړي هېوادونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پيلولو لپاره مرسته کوي چې تر دې دمه يې څو غونډې شوي دي.که څه هم په افغانستان کې په دې وروستيو کې ځينو رامنځته شوېو پېښو دغو کوښښونو ته زيان رسولى، خو موږ هيله لرو چې دا کوښښونه به ډېر ژر بريالي شي."

ولسمشر حسين د ترهګرۍ ضد جګړه کې د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او هیله يې وښوده چې ځواکونه به يې د هېواد د ساتنې لپاره همداسې قربانۍ ورکوي.

ولسمشر حسين د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو قربانۍ وستایلې

د پاکستان ولسمشر په داسې وخت کې د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړه چې د 'مسلم لیګ' نواز ډلې د حکومت درې کاله پوره شول او په لومړي ځل ددغه ډلې حکومت څلورم کال ته واوښت.

که څه هم پارلمان ته د نوموړي د وینا پر وخت د هېواد ګڼ شمېر سیاستوال، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او ګڼ شمېر امنيتي او سياسي چارواکيو ګډون درلوده، خو ددغه هېواد وزيراعظم نواز شریف د زړه د عملياتو له امله د لندن په یوه شخصي روغتون کې بستر دی او په دې غونډه کې يې ګډون نه درلود.

د پاکستان ولسمشر په داسې وخت کې پارلمان ته وينا کړې چې دددې هېواد اپوزیسیون ګوندونه د وزيراعظم نوازشريف پر ضد احتجاجونه او له هغه غوښتنه کوي چې تر هغه دې له دندې ګوښه شي تر کومه چې د 'پاناما' اسنادو په اړه خپلواک کمیسيون تحقيقات بشپړوي.

د يادونې وړ ده چې په پانامه اسنادو کې ادعا شوې وه چې د ښاغلى شریف دوو زامنو او یوې لور له هېواده بهر د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې شمتنۍ پټې ساتلې دي.

راپور: ذبيح مومند