هاشمي: کندز کې د ۱۸ یرغمل شویو کسانو له ډلې ۸تنه خوشې شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د پوځي عملیاتو په پایلې کې ۱۰ تنه یرغمل شوي مسافر د طالبانو له منګلو څخه ژوغورلي او لاهم د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو پوځي عملیات دوام لري څو پاتې ۸ تنه مسافر هم د طالبانو له منګلو څخه ازاد کړي.

یاد چارواکي وايي چې له تېرې ورځي راهیسې د دولتي ځواکونو پوځي عملیات د ۱۸ تنو یرغمل شو مسافرو د خوشې کولو په هدف د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې جریان لري چې پرمهال یې درې تنه وسله والو طالبان هم نیول شوي دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ازادي راډيو ته وویل:

"د عملیات په نتیجه موږ ۸ تنه مسافر وژغورل او کورنیو ته مو تسلیم کړل او لاهم د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو عملیات دوام لري، څو پاتې ۱۰ یرغمل شوي مسافر هم د وسله والو طالبانو له منګلو څخه وژغوري."

د عملیات په نتیجه موږ ۸ تنه مسافر وژغورل

د کندز – بغلان او د کندز – تخار د لويې لارې په اوږدو کې امنیتي ګواښونو د دې ولایت اوسېدونکي هم ډېر اندېښمن کړي او وايي، کچېرې د دې ولایت اوسني وضعیت ته پاملرنه ونشې نو احتمال لري چې د تېرکال د مېزان د میاشتې پېښه یوځل بیا په نوموړې ولایت کې تکرار شي.

دغه اوسېدونکي د کندز ولایت چارواکي د دې ولایت د امنیت په راوستو کې پاتې بولي:

"محمد ظاهر شیرزاد یم، په دې وروستیو کې د کندز امنیت ډېر خراب شوي دي او تېر ورځ هم طالبانو د کندز شنه تپې سیمې څخه ۱۹۰ تنه مسافران یې له موټرو څخه کښته کړي او له ځان سره بيولي دي."

"غلام صدیق یم، د لویو لارو امنیت هم خوندې نه دي همدارنګه د ښار په شاوخوا کلیو کې همدا اوس طالبان شتون لري او خلک پر لویو لار باندې په ډاډه زړه تګ را تګ نشي کولاي."

د لویو لارو امنیت هم خوندې نه دي

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی غلام ربانې ربانې هم وايي، اوس مهال نه یوازې داچې د کندز – تخار او د کندز – بغلان لویي لارې د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ دي ان کندز ښار ته نږدې په شاوخوا سیمو کې وسله والو طالبان فعاله حضور لري.

د لویو لارو امنیت خوندي نه دی

هغه زیاته کړه:

"زموږ سیمه ییز چارواکي چوپه خوله ناست دي او د دې ولایت امنیت ته پاملرنه نه کوي او له مرکزي حکومت څخه غواړو، څو په دې ولایت کې دوام داره تصفیوي عملیات پیل کړي او ددې ولایت ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي."

په ورته وخت کې د کندز د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وايي ډېر ژر به د یاد ولایت په ۶ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو عملیات پيل شي.

هغه زیاته کړه دوی هڅه کوي چې په سیمه کې د لویو لارو امنیت تامین او د وسله والو مخالفینو ګواښونه له منځه یوسي.

په دې وروستیو کې د کندز ولایت هغه لويي لارې چې نوموړې ولایت له نورو ولایتونو سره نښلوي له جدې امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي همدارنګه د دې ولایت د مرکز په شاوخوا سیمو کې لاهم وسله والو طالبان فزیکي حضور لري او په سیمې کې له بزګروانو څخه د غنمو او نورو کرنیزو محصولات عشر ټوله وي.

په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې ۲۶ تنه د ملي اردو او ملي پولیسو منسوبين دوی د کندز – بغلان د لويي لارې په اوږدو کې ژوندې نیولې دي او ۶ تنه یې د طالبانو لخوا وژل شوي دي او ۲۰ تنه یې لاهم له طالبانو سره دي.

راپور: اجمل ارین