اشرف غني: ټینګه اراده لرو چې د لرغونو دورو ستونزې حل کړو

د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیارغونې چارې نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په رسمي ډول پرانېستل شوې.

افغان ولسمشر د دارالامان ماڼۍ بیارغول د افغانانو غوښتنه بولي او ټینګار کوي د ملي یووالي حکومت اراده لري چې د لرغونو ځایونو د بیارغونې په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې د مراسمو په پرانېسته کې وکړې او ویې ویل، دا یوازې د دغې ماڼۍ رغولو پروژه نه، بلکې د یوې سوداګریزې او دولتي ښاري خدمتونو د سیمې رامنځ ته کول دي.

اشرف غني: د دارالامان ماڼۍ پروژه د ښاري خدمتونو د سیمې رامنځ ته کول دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن ورځ د ملي یووالي حکومت ویاړي، په بیړني اقداماتو سره یې اوږد مهاله، منځ مهاله او لنډ مهاله نظریه رامنځ ته کړې، د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونه د افغانانو غوښتنه وه او د ملي یووالي حکومت ټینګه اراده لري چې د تاریخي دورو بېلابېلې ستونزې حل کړي."

د دارالامان لرغونې ودانۍ د بیارغونې چارې د ښاري پراختیا عالي شورا، د حکومتي لوړ پوړېو چارواکو او خصوصي سکتور په غونډه کې پیل شوې.

ښاغلي غني وویل، د دغې شورا جوړول دا په ډاګه کوي چې حکومت کلک تصمیم لري چې د بېلابېلو ښاري ستونزو حل کړي.

د دارالامان ودانۍ چې د کابل ښار په لویدیځ کې پرته ده، د هېواد له لرغونو ځایونونو څخه شمېرل کیږي چې په کورنیو جګړو کې ویجاړه شوې ده.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو په اساس چې د دارالامان لرغونې ماڼۍ به په پنځو پړاونو کې له څلور تر پنځو کلونو پورې جوړه شي چې د دولت له ملي بودجې به ورباندې ۱۶ نیم میلیونه ډالر ولګول شي.

دا ماڼۍ به دوه برخې ولري چې یوه برخه یې سالونونه وي چې د لوړ پوړېو کورني او بهرني ځانګړیو میلمنو لپاره ځانګړې شوې او دویمه برخه به یې موزیم وي چې لرغوني اثار به په کې ساتل کیږي.

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ماڼۍ د بیارغونې د افتتاح په مراسمو کې وویل چې یاده ماڼۍ به په پخواني لرغونتوب او عظمت سره بیارغول کیږي.

عبدالله: د د دارالامان ماڼۍ به په پخواني لرغونتوب او عظمت سره بیارغول کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل:

"زموږ هیله دا ده چې افغانان به د دې تاریخي ودانۍ د پخواني لرغونتوب شاهدان وي او زموږ خلک به یو ځل بیا د هېواد د تاریخي ودانیو، اثارو او ښارونو احساس وکړي."

له بل پلوه افغان چارواکي د لرغونو او تاریخي سیمو، ښارونو او ودانیو د بیارغونې په برخه کې د خصوصي سکتور، مدني ټولنو او خلکو رول مهم بولي او له دوی غواړي چې په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان