اوباما په هیروشیما کې د اټمي حملې یادګاري سیمې ته ورغی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن جمعې د جاپان هیروشیما ښار ته ولاړ.

دی د متحدو ایالاتو لومړی ولسمشر دی چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې پر هیروشیما د امریکا تر اټمي حملې وروسته، دې ښار ته سفر کوي.

اوباما په هیروشیما کې د اټمي حملې یادګاري سیمې ته ورغی او ویې ویل چې نړیوال باید له داسې تاریخي پيښو زده کړه وکړي څو په راتلونکې کې د داسې خواشینونکو پيښو مخنیوی وشي.

د امریکا ولسمشر وویل:

"یوازې کلمات دومره ستره غمیزه نه شي توضیح کولای."

اوباما پر هیروشیما کې د اټمي حملې په سیمه کې غونډې ته وویل، دا پېښه ثابتوي چې بشریت د ځان د تباهۍ وسله جوړوي.

بارک اوباما زیاته کړه:

"څومره وارې موږ دې ته پام کوو چې مادي پرمختګ زموږ سترګې را پټوي او تشدد په څومره اسانۍ د لویو اهدافو تر عنوان لاندې توجیه کوو."

د اوباما په وینا، د ټولو انسانانو ګډ مسئولیت دی چې له تاریخه زده کړه وکړي او له ځانه پوښتنه وکړي چې د داسې کړاو د بیا تکرار مخنیوی څرنګه وشي.

بارک اوباما وویل:

"د ولسونو ترمنځ د تشدد هر عمل، ترور، فساد، قصاوت او دښمنې چې نن ورځ یې موږ په خپله نړۍ کې شاهدان یو ساده حقیقت څرګندوي او هغه دا چې زموږ ماموریت لا نه دی بشپړ شوی. زما د خپل هېواد په ګډون، هغه ټول ولسونه چې اټمي وسله لري باید د ویرې پر اصل له استدلاله لاس واخلي او له اټمي وسلې د پاکې نړۍ پر لور ګام پورته کړي. ښايي زما په ژوند کې دې هدف ته رسېدل ممکن نه وي خو دوامدارې هڅې د یوې ممکنې فاجعې مخنیوی کولای شي. "

د امریکا ولسمشر په هیروشیما کې څرګنده کړه چې عادي خلک جګړه نه غواړي.

د ده په وینا، عوام دا توقع لري چې ساینس د امکاناتو د زیاتېدو لپاره وکارول شي نه دا چې د بشريت د قتل لپاره پرمختګ وکړي.