د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

جي اووه له افغان حکومت سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه


د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو نن له افغان حکومت سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه.

جي اووه همدا راز ویلي دي چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو څخه هم ملاتړ کوي او دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون وویل، ده ته داسې نه ښکاري چې طالبان به د نوي مشر له غوره کولو وروسته د سولې خبرو ته چمتووالی وښيي.

د جي اووه مشرانو د خپلې غونډې په پای کې په یوه پریکړه لیک کې وویل، په داسې حال کې چې افغان حکومت له ترورېزم سره د مبارزې په حال کې دی او اصلاحات یې تر کار لاندې نیولي دي، دا ډله ملاتړ ورڅخه کوي.

د امریکا، کاناډا، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، فرانسې او جاپان مشرانو د جاپان په ایسي شیما ښار کې په خپله غونډه کې د ترورېزم او د کډوالو د بحران په ګډون پر بېلابېلو مسایلو بحثونه وکړل.

د غونډې په پای کې په یوه پریکړه لیک کې د افغانستان په ګډون د نړیوالو بحرانونو په اړه د دې ډلې دریځ بیان شوی.

په ایسي شیما ښار کې د ترورېزم او د کډوالو د بحران په ګډون پر بېلابېلو مسایلو بحثونه وشول.
په ایسي شیما ښار کې د ترورېزم او د کډوالو د بحران په ګډون پر بېلابېلو مسایلو بحثونه وشول.

پریکړه لیک زیاتوي جي اووه افغانستان ته د ورپېښو ګواښونو او بې ثباتۍ له کبله اندیښنه لري خو دا ډله له افغانستان او د دې هېواد له خلکو سره پر خپلو ژمنو ټینګه ولاړه ده.

د G7 د سرمشریزې پریکړه لیک په جولای میاشت کې په وارسا کې د ناټو سرمشریزه او په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس هغه مهم فرصتونه بللي دي چې افغان حکومت کولای شي د اصلاحاتو د دوام په برخه کې خپلې ژمنې په کې تایید کړي او نړیواله ټولنه کولای شي یو ځل بیا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو همدا راز په افغانستان کې د سولې له هڅو څخه ملاتړ اعلان کړ او په خپل پریکړه لیک کې یې وویل چې دوی په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي که څه هم له دې مخکې ولسمشر بارک اوباما د همدې غونډې په لومړۍ ورځ وویل، ډېر هیله من نه دی چې د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کېدو سره به دا ډله سولې ته تیاره شي خو له دې سره سره یې پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې جدي خبرو ته کینې.

اوباما: طالبان به جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي
اوباما: طالبان به جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي

ولسمشر اوباما زیاته کړه:

"زما تمه نه، بلکې هیله دا ده چې طالبان به یوه ورځ پوه شي چې د افغانستان د نیولو توان نه لري نو څه چې باید وکړي دا دی چې د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې جدي خبرې پیل کړي خو زه په دې کې شک لرم چې دا کار به په نژدې راتلونکي کې ترسره شي."

اوباما وویل، طالبان ښايي په لنډ مهال کې تشدد او د بمونو په وسیله پر ملکي وګړو حملو ته دوام ورکړي.

د جي اوه غړي وايي چې دوی د ترورېزم هره بڼه- که حملې دي، که بې رحمۍ، که بشري سرغړونې دي او که د ملکي وګړو په نښه کول غندي.

د جي اووه د مشریزې په پریکړه لیک کې یادونه شوې چې داعش، القاعده شبکه او نورې تروریستي ډلې د نړۍ د امنیت او انساني ارزښتونو لپاره یو جدي ګواښ دی، خو په پریکړه لیک کې په ځانګړي ډول د طالبانو نوم نه دی یاد شوی.

XS
SM
MD
LG