د عراق حکومت د فلوجه ښار د نیولو لپاره عملیات پیل کړل

د عراق حکومت له اسلامي دولت ډلې د سیمو د بېرته نیولو د هڅو په ترڅ کې د فلوجه ښار د نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

دغه ښارله ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ولکه کې دی.

عراقي چارواکي وایي، د دغه ښار بېرته نیول به له دې سره مرسته وکړي چې په انبار ولایت کې ژوند بېرته عادي بڼه غوره کړي.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف هم د دغو عملیاتو هوایي ملاتړ کوي.

د عراق صدراعظم حيدرالعبادي له اسلامي دولت ډلې د فلوجه ښار د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو اعلان وکړ.

عبادي پرون ناوخته په ټلويزيوني وينا کې وويل، عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې د ستر بري خوا ته نژدې شوي دي.

عبادي پرون ناوخته په ټلويزيوني وينا کې وويل، عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې د ستر بري خوا ته نژدې شوي

فلوجه د بغداد د لوېديځ په ٦٥ کيلومترۍ کې پروت دى.

هغه وویل، دغه عملیات به پوځ، پولیس، د ترورېزم ضد ځواکونه، سیمه ییز قبایلي جنګیالي او د ملیشو ایتلاف چې اکثره غړي یې شیعه ګان دي، پرمخ وړي.

تمه ده چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف به چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې یې په عراق او ګاونډي سوریه کې پر داعش بمباري کړي، په دغو عملیاتو کې د ښکیلو ځواکونو هوایي ملاتړ کوي.

فلوجه چې د اوږدې مودې لپاره د سُني وسله والو یو مرکز و، لومړنی ښار و چې د ۲۰۱۴ کال په جنوري کې اسلامي دولت ډلې لاندې کړ.

د عراق پوځ، پولیسو او ملیشو چې د ایتلاف د هوایي بریدونو له ملاتړه برخمن دي، فلوجه ښار د تېر کال له وروستیو راهیسې محاصره کړی او واکمن سخت دریځې یې اوسیدونکي له څو میاشتو راهیسې نه پریږدي چې له دې ښاره ووځي.

د پوځ د رسنیو څانګې په یوه ټلویزیوني بیان کې وویل، هغه کورنۍ چې نه شي کولای له ښاره ووځي، سپین بیرغونه دې پورته کړي چې ځای یې معلوم شي.

د سیمه ییزې شورا مرستیال فلیح العیسوي وویل، د ملکیانو لپاره به درې دالانونه پرانېستل شي او هغوی به په درېیو کمپونو کې ځای پرځای کړي.

هغه پرون سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې له پنځه اویاو زرو زیات ملکیان په فلوجه کې پاتې دي.

په دغه د فرات د سیند په غاړه ښار کې له جګړې مخکې شاوخوا درې لکه کسان اوسېدل.

د عراق د صدراعظم ویاند سعد الحدیثي وویل، د دغه ښار ازادول به په انبار ولایت کې چې داعش تقریباً په ۲۰۱۴ کال په بشپړه توګه نیولی و، د عادي ژوند له بیا جاري کېدو سره مرسته وکړي.

د عراق صدراعظم دا اعلان د عراقي پوځيانو له خوا له داعش ډلې د ځينو سيمو تر نيولو وروسته کوي.

په تازه مورد کې عراقي پوځيانو د بغداد د لوېديځ په ٣٨٠ کيلومترۍ رتبه ښارګوټى له دې ډلې ونيوه.

داعش ډله لا هم د موصُل ښار په ګډون، د عراق په شمال او لوېديځ کې پر ځينو سيمو کنټرول لري.