راشد: سږکال په بېلابېلو ولایتونو کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ځانګړي ډول په هرات او بلخ کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي.

د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه څلور نیم زره کیلو ګرامه زعفران راټول شوي دي.

ښاغلي راشد زیاته کړه:

"سږکال د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي په ځانګړي ډول په هرات او بلخ کې د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی دی."

نوموړی وايي چې اوس مهال هم کروندګر د زعفرانو د حاصلات په ټولو بوخت دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سږکال د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د زعفرانو اصلاح شوی تخم ویشل کیږي.

د افغانستان زعفران دوبۍ، ایټالیا، امریکا، لندن او هند ته صادریږي.