محمد خان:د حزب اسلامي سره به د هوکړلیک مسوده لاسلیک شي

افغان حکومت وايي چې د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي او د سولې د عالي شورا ترمنځ د سولې د لومړنۍ موافقت نامې مسوده به د نن ورځې په درشل کې لاسلیک شي.

د اجراییه ریاست لومړي مرستیال محمد خان د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غوڼده کې وویل چې دغه مسوده به د حکمتیار تر څیړنې وروسته د حکومت د مشرانو له خوا لاسلیک شي.

د افغان حکومت د اجراییه ریاست لومړی مرستیال وايي، د سولې د لومړنۍ موافقتنامې مسوده به د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي او د سولې عالي شورا د رییس پيرسید احمد ګیلاني ترمنځ لاسلیک شي.

د اجراییه ریاست لومړي مرستیال محمد خان د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غوڼده کې وویل، دغه مسوده به د حکمتیار له ملاحظاتو وروسته د افغان حکومت له خوا لاسیک شي.

ښاغلي محمد خان زیاته کړه:

"تر کومه چې زه په جریان کې یم د هوکړې مسوده نن د حکمتیار صیب له خوا د رالیږل شوي پلاوي او د افغانستان د سولې د عالي شورا د مسؤلینو ترمنځ په اغلب ګومان د پیرصیب په کور کې د امضا کېدو په حال کې ده."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي او حکومت تر منځ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په کابل کې د سولې خبرې روانې وې چې د تېرې یکشنبې په ورځ دواړو لورو د سولې په سند موافقه وکړه.

تر اوسه روښانه نه ده چې د سولې وروستۍ سند به څه وخت د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ګلبدین حکمتیار له خوا لاسلیک شي، خو د اجراییه ریاست لومړی مرستیال وايي چې دغه مسوده به له څېړنې وروسته د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.

ښاغلی محمد خان وايي، د حکمتیار په ګډون د ملګرو ملتونو له تور لېسته د حزب اسلامي د غړېو ایستل، د بندیزونو لېرې کول، قضايي مصؤنیت، د حزب اسلامي د زندانیانو ازادول، شفاف انتخابات، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د دقیقې نېټې ټاکل او داسې نور مسایل هغه د حزب اسلامي له عمده غوښتنو څخه دي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا وايي چې دغه مسوده د پیرسید احمد ګیلاني له لوري نه ده امضا شوې.

د سولې عالي شورا وايي چې دغه مسوده د پیرسید احمد ګیلاني له لوري نه ده امضا شوې

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاا لرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل چې دغه مسوده د سولې د عالي شورا د مشر له لوري یوازې د ارزونې او سلامشورو په هدف د حزب اسلامي پلاوي ته سپارل شوې ده.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"نن هغه کوم مسوده چې ترتیب شوې وه د سولې اجراییه شورا ته مو وړاندې کړه هغوی هم تایید کړه بیا دغه مسوده رسماً د حزب اسلامي پلاوي چې راغلی دی هغوی ته مو وسپارله."

د سولې د عالي شورا او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې مسوده درې فصلونه او شپږ ویشت مادې لري.

د اجراییه ریاست لومړی مرستیال وايي چې له حکومت سره د حزب اسلامي یوځای کېدل به عملاً د جګړو پر جبهو مثبت تاثیر وکړي.

خو د سیاسي چارو کارپوه بشیر بیژن وايي چې د حکمتیار راتګ هیڅ درد نه شي دوا کولای او په افغانستان کې به د جګړې اور همداسې بل وي.

راپور: رحمت الله افغان