هغه کسان چې د ولسمشر په وړاندې ناوړه الفاظ کارولي باید مجازات شي

د افغانستان ولسي جرګه په لندن کې د ولسمشر غني په وړاندې د غیر مسؤلو کسانو مدني ضد اعتراض په کلکه غندي وايي چې دغو کسانو ته باید د نړیوالو معیارونو له مخې سزا ورکړل شي.

ولسي جرګې په دې اړه د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په همدې ټکو یوه اعلامیه خپره کړه.

د افغانستان ولسي جرګې په نړیوالو معیارونو سره هغو کسانو ته د سزا ورکونې غوښتنه وکړه کوم چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې په لندن کې د ولسمشر غني په وړاندې ناوړه الفاظ وکارول.

ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې دغه کسان په کې غیر منطقي او غیر مدني اعتراض کوونکي ښودل شوی و.

په دغه اعلامیه کې چې د موضوع په اړوند د ولسي جرګې د رئیس په لارښونه د جوړې شوې بېړنۍ کمېټې یو غړي صالح محمد سلجوقي ولوسته راغلي چې:

"ولسي جرګه د ولسمشر په وړاندې هغه غیر منطقي چلند او غیر مدني اعتراض چې د یو شمېر نا پوهه او بې مسؤلیته کسانو له خوا وشو په کله غندي او له دولت نه غواړي چې هغه استخبارتي او احتجاج غوښتونکي غیر مدني نړیوالې کړۍ هم پرې نه ږدي چې د یو مقام په تر لاسه کولو سره زموږ ملي وحدت اغیزمن کړي، دغه کسان باید د نړیوالو معیارونو له مخې مجزات شي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو ځیني افغان کارپوهان دا د پردیو لمسون او د بیان له ازادۍ څخه ناسمه استفاده ګڼي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه حاجي سید داوو د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې دا د هغو کسانو کار وګاڼه چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې د ایران او پاکستان له خوا روزل شوي دي.

ښاغلی داوود وايي چې په دغه کنفرانس کې ولسمشر غني افغانستان سره د پاکستان د تېرو دریوو ـ څلورو لسیزو پر نادودو خبرې کولې چې له ورته یو عمل سره مخ شو.

دا کار د پردیو لمسون او د بیان له ازادۍ څخه ناسمه استفاده ده

هغه زیاته کړه:

"ولسمشر د لومړي ځل لپاره هغه واقعیتونه چې پاکستان په تېرو ۳۰ ـ ۴۰ کلونو کې له افغانستان سره څه نادودې کړې دي په دې رڼا اچوله، زه فکر کوم چې یو شمېر کسان په تېرو ۱۴ ـ ۱۵ کلونو کې د ایران او پاکستان له خوا په افغانستان کې روزل شوي او کله چې دوی پوه شي چې یوه موضوع په ملي مسایلو څرخي د هغې په وړاندې بهانې لټوي."

ښاغلي داوود په دې برخه کې په لندن کې د افغانستان سفارت هم پړ ګڼي وايي چې تر دغه کنفرانس دمخه یوه مظاهره هم شوې وه او باید د وضیعت د کنټرول ترڅنګ په دې اړه ولسمشر په مکمل ډول په جریان کې شوی وای.

ولسمشر محمد اشرف غني له تاجکستان څخه د لندن پر لور تر سفر ورسته د پنجشنبې په ورځ د لندن په یو انسټیټوټ کې د خبرو پر مهال د یو شمېر هزاره توکمو افغانانو له تندو انتقادونو سره مخ شو چې ویل کېږي د دغو انتقادونو پر مهال د کلام عفت همونه ساتل شو.

په هغو ویډیو ګانو کې چې په ټولنیزې رسنۍ فیس بوک کې خپرې شوي لیدل کېږي چې ورسته بیا د یادو کسانو او د ولسمشر د امنیتي ساتونکو تر منځ خبره ان تر اخ و ډب پورې رسېږي.

د سیاسي چارو کارپوه سخي محمدي وايي دا د بیان له ازادۍ څخه ناسم تعبیر دی، او پکار ده چې له دغه اصل څخه په استفادې چاته سپکاوی ونه شي:

"د بیان ازادي یو منل شوی نړیوال اصل دی خو د یو لړ اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې او باید قاعده منده شي، یعنې موږ د بیان له ازادۍ څخه په استفادې چاته د سپکاوي حق نه لرو."

خو ښاغلی محمدي بیا د اعتراض کوونکو پر وړاندې د ولسمشر د امنیتي ساتونکو دریځ هم انتقادوي وايي چې پکار وه د فزیکي عکس العمل پر ځای په نورو لارو فکر شوی و.

ویل کېږي چې د دغو جریانونو اصلي لامل د توتاپ د برېښنا پروژه ده چې د ترکمنستان، تاجستان، ازبکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا انتقالوي.

تر اوسه د جمهوري ریاست چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په دې ورستیو کې لانجې پر دې دي چې یوه ډله خلک غواړي د برېښنا دغه مزي د سالنګ له لارې وغځول شي خو بله ډله بیا وايي چې نه دا مزې دې پر بامیان تېر شي.

حکومت یې د تخنیکي دلایلو له مخې اسانه لار د سالنګ لار ګنلې ده خو ولسمشر غني ویلي چې له اسیايي بانک سره یې خبره کړې او د بامیان ولایت د خلکو د اړتیا وړ برېښنا د برابرولو لپاره جدي اراده لري.

راپور: اجمل تورمان