مشران: د ټوټاپ پروژې سره دې قومي او سیاسي چلند نه کیږي

د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه لیږدونکې بریښنایې پروژې سره باید قومي او سیاسي چلند ونه شي بلکې باید په اړه یې تخینکي دلایل ومنل شي.

د هېواد د څلورو زونونو قومي مشران چې په کابل کې راغونډ شوي د دې مطلب په څرګندولو سره وايي چې که دولت د بریښنا د دغې پروژې په اړه د ځینو کړېو تر اغیز لاندې راشي نو بدې پایلې به ولري.

د افغانستان د جنوب لویدیځ، جنوب ختیځ، مرکزي او ختیځو زونونو لسګونه قومي مشران د ملي مسایلو په اړه په دولت کې دننه قومي چلندونو اندیښمن کړي دي.

د قومي شوراګانو لسګونه غړي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوی وو ټینګار کوي چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه لیږدونکې بریښنا له له پروژې سره غیر تخنیکي چلند ان د هېواد ملي یووالي ته زیان رسولای شي.

د قومي مشرانو په استازیتوب عبدالقدیر نیازي رسنیو ته وویل چې که د ملي ګټو او د سروې کوونکي کمپنۍ له غوښتنې سره بیا هم د سالنګ څخه د دې پروژې مسیر بدلیږي دا به بل بحران وزیږوي.

قومي مشران

ښاغلی نیازی وايي:

"د لوی کندهار، لوی ننګرهار، لویې پکتیا او مرکزي زون په سلګونو قومي شوراګانې بریښنا په اړه وروستیو ناندریو اندیښمن کړي دي، که دولت د زورواکو او ځینو چارواکو ناروا غوښتونو ته غاړه کیږدي دا به په لوی لاس زور ازمایلو او ملي نفاق ته لاره جوړه کړي."

دا شوراګانې ټینګار کوي چې یاده پروژه باید د هغو ګټو په خاطر چې سالنګ یې لري له دې لارې تېره شي او دولت یې باید په اړه د چا ګواښونه جدي ونه نیسي.

له دې وړاندې د ولسمشر او اجرایه ریس مرستیالانو سرور دانش او محمد محقق ټینګار کړی و چې دا پروژه باید له مرکزي ولایتونو تېره شي.

وروسته له دې چې د بریښنا وزارت د دغې پروژې مسیر له بامیانه د سالنګ په لوري د بدلېدو اعلان وکړ د افغانستان د مرکزي سیمو اوسیدونکو یې پر وړاندي اعتراض څرګند کړ.

له دې وړاندې په کابل، بامیانو، دایکنډي، پکتیا، خوست، هلمند او ځيني نورو ولایتونو کې هم غونډې او مظاهرې شوي چې ځیني یې د بامیانو او ځيني نور بیا د سالنګ له لارې د دغو مزو د غځېدو غوښتنه کوي.

که څه هم جمهور ریس غني اعلان وکړ چې د دې موضوع د حل په خاطر یې یوه کمېټه ټاکلې خو خلک ویره لري چې دا پروژه بې برخلیکه پاتې نه شي.

د نیک محمد په نوم قومي مشر وايي چې دا موضوع باید د زور نه بلکې د تفاهم له لارې حل شي:

"موږ د دې پروژې د بیخي ودرېدو په اړه هم اندیښنه لرو نو ښه دا ده چې د بامیانو او دایکنډي له مشرانو که هغه محقق وي که دانش وي او که خلیلي وي وغږیږو تر څو د پروژې په ګټو سره وغږیږو او موږ ښه پوهیږو چې د سالنګ لار ډیره لنډه او ښه ده."

د مرکزي اسیا څخه د افغانستان ۱۲ ولایتونو ته د بریښنا ۵۰۰ کیلو ولټه دغې پروژې ته وروسته له دې د سالنګ لار غوره شوې چې د جرمني فیشنر په نوم کمپنۍ د بامیان په پرتله دغه لاره ګټوره ګڼلي ده.

تخنیکي څیړونکی شعیب خان وايي چې واټن، وخت، لګښتونه امنیت او ځيني نورهغه دلایل دي چې جرمني کمپنۍ د سالنګ لارې ته لومړیتوب ورکوي.

هغه وايي چې که د ملي پروژو په اړه جغرافیایي، قومي او سیاسي فکر دوام وکړي پایلې به یې د ټول افغانستان په زیان وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ