د توتاپ پلې کولو ته به د کمېسیون تر برسیو وروسته تصمیم ونیول شي

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وايي د هېواد د ټولو ولایتونو متوازنې پراختیا ته ژمن دی.

ښاغلي غني دا څرګندونې د افغانستان د خلکو د شورا تر اعتراضونو وروسته وکړې.

هغه وویل، یوکمېسیون یې ګمارلی چې د اقتصادي او ټولنیزو اړخونو په پام کې نیولو سره، د توتاپ د پروژې پلې کولو ته معقوله لاره وسنجوي.

ښاغلي غني د دوشنبې پر ماښام په یوې تلویزیونې وینا کې د مدني فعالانو احساسات وستایل اوهیله یې وکړه چې د دې پروژې په ښه پلې کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي او په دې برخه کې دې له خشونته ډډه وشي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زه ملي کمېسیون ګمارم چې غړي یې د خلکو له استازیو، سیاسي اومدني فعالانو او متخصصینو سره مشوره وکړي، د دې پروژې اسناد او اقدامات وویني، اقتصادي او ټولنیز اړخونه یې بررسي او حکومت ته یې وړاندې کړي، څو په رڼا کې یې، په راتلونکې کې تصا میم ونیول شي."

ښاغلي غني وویل، حکومت د ټولو ولایتونو متوازنې پراختیا ته ژمن دی او ټولې پراختیايی پروژې به په کې، د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره پلې شي.

د اوبواو برېښنا وزارت مخکې له دې ویلي و چې څو کاله د مخه د فیشنر کمپنۍد افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د پروژې پلې کولو ته، د دې هېواد مرکزي ولایتونه غوره کړي وو، خو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د پروژې تمویلوونکو، د یادې پروژې پلې کولو ته د سالنګ لاره مناسبه وګڼله.

تېره اوونۍ افغان کابینې هم موافقه وکړه چې د یادې پروژې پلي کولو ته د سالنګ لاره غوره ده.

د افغان کابینې دغه موافقه د ځینو سیاستوالو او د جمهوري ریاست او اجراييه ریاست د دوو مرستیالانو له غبرګون سره مخ شوه.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د خلکو د شورا په زرګونو غړیو په کابل کې له حکومته وغوښتل چې د توتاپ پروژه دې د بامیانو ولایت له لارې پلې کړي.

دوې خبر داری ورکړ چې که تر راتلونکې دوشنبې پورې د دوې غوښتنه ونه منل شي، د جمهوري ریاست لارې به بندې کړي.

د ولسي جرګې او د افغانستان د خلکو د شورا غړي عارف رحماني وویل:

"که تر راتلونکې دوشنبې پورې په ارګ ناست کسان، ستاسې عادله او پرحق غوښتنې ته ځواب ونه وايي، موږ به د ارګ شاخوا سړکونو ته را ووځو او د جمهوري ریاست ارګ به محاصره کړو."

همدارنګه د دغې اعتراضیه غونډې یو ګډون وال سیدعلي کاظمی وویل، که د توتاپ پروژه د بامیانو له ولایت څخه تېره شي، په سیمه کې به نورو پراختیايی پروژو او په تېره د کانونو کیندلو ته زمینې برابرې شي.

افغان حکومت د بامیانو اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې دغه ولایت ته د برېښنا رسول په لومړیتوبونو کې دي او ځنډ یې د هېواد او ټولنې په ګټه نه دی.

راپور: خان محمد سیند