دانش د توتاپ پروژې د لارې بدلېدو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د توتاپ پروژې د لارې د بدلیدلو پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا پروژه دي په بامیان کې تېره شي.

د ښاغلي دانش دفتر وايي، د دې پروژې د برخلیک په اړه پرېکړه د دولت له لاسه وتلې ځکه دا د ولس غوښتنه ده او د بامیان خلکو یې د عملي کېدو لپاره غږ اوچت کړی دی.

​د دغه د فتر یوه چارواکي چې د نوم د پټ پاتې کېدو په شرط یې خبرې کولې، پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې دولت تر ۲۰۳۲ میلادي کال پورې په مرکزي سمیو کې د هیڅ پراختیايي پروژې د عملي کولو پلان نه لري.

له دې امله، د بامیان خلک په خپله سیمه کې د دې پروژې پر عملي کېدو ټینګار کوي.

د دې چارواکی په وینا، د بامیان خلک په دې باور دي چې که دا پروژه د دوی په سیمه کې تېره شي د " حاجي گگ" په څېر نورې سترې، ملي پروژې هم ورسره پیل کېدلای شي.

دې چارواکي استدلال وکړ چې د بامیان پر لار د اوسپینې او د سکرو ډبرې معدنونه پراته دي او د زیاتو ملي پروژو د عملي کېدو امکانات شته نودا مهمه ده چې "توتاپ" پروژه د بامیان له لارې تېره شي.

د ښاغلي دانش دفتر وايي، په سمیه کې د مخکنیو سروې ګانو پراساس بامیان د امنیت له پلوه د دې پروژې لپاره غوره بلل شوی او په سالنګ کې د زورورو اورښتونو له امله د دې پروژې د عملي کېدو تخنیکی امکانات کمزوري دي.

رپوټونه وايي چې د افغانستان د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق هم خبرداری ورکړی چې که دا پروژه په بامیان کې تېره نه شي، له حکومت سره خپله همکاري به بنده کړي.

د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د دفتر یوه غړي چې د نوم د پټ پاتې کېدو په شرط یې خبرې کولې، ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي دانش او محقق د کابینې په وروستۍ غونډه کې هم پرخپله دې غوښتنه ټینګار کړی دی.

توتاپ د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان، ازبکستان اوتاجکستان د ۵۰۰ کیلو ولټه واراداتي برق پروژې ته ویل کېږي.

د افغانستان د اوبو اوانرژۍ وزیر څو ورځې وړاندې وویل چې د جرمني "فیشنر" شرکت په پیل کې د دې پروژې لپاره په بامیان کې سروې کړې وه.

خو د ده په وینا، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د پروژې د تمویلونکو په غوښتنه، د سالنګ لار غوره وګڼل شوه.

د کابینې په وروستۍ غونډه کې هم د سالنګ له لارې د دې پروژې د تېریدلو موافقه شوې ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې چې د پروان د پشته سرخ سیمې له لارې به د دې پروژې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا بامیان ته ورسوي.

خو په بامیان کې مدني فعالانو او ګڼ شمېر خلکو پرون د دې پروژې د لارې د بدلېدلو له پلان سره د مخالفت څرګندولو لپاره سوله ییزلاریون وکړ.

په بامیان کې لاریونکونکو د "انحراف توتاپ تبعیض اشکار" او "حکومت، عدالت، عدالت" شعارونه لېږدول.

لاریونکونکو پر ولسمشر محمد اشرف غني غږ وکړ چې د ټولنیز عدالت د تامین لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.