د ټوټاپ پروژې د مسیر په اړه د پکتیا د اوسېدونکو خبرداری

له څو ورځو راهيسې د ټوټاپ پروژې د پلې کېدو پر سر د لويې پکتيا خلکو اعتراضونه روان دي او غواړي دوی ته په خپل وخت د برېښنا پروژه پلې شي.

د پنجشنبې په ورځ د ټوټاپ پروژې د مسير په اړه په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازو، ولايتي شورا، مدني فعالانو او قومي مخورو په يوه شريکه خبري ناسته کې وويل چې که حکومت د ټوټاپ پروژې چارو ته په خپل مسير دوام ورنه کړي دوی به په زور د خپل حق اخيستو پرېکړه وکړي.

په دغه خبري ناسته کې چې وکيلانو، مدني فعالانو او قومي مخورو ورغوښتې وه، ټولو په شريکه له مرکزي حکومته او نړيوال بانک څخه د دې پروژې په خپل مسير د پلې کېدو جدي غوښتنه وکړه او ويې ويل چې که د دې پروژې مسير ته تغير ورکړي نو دوی به په مظاهرو لاس پورې کړي، په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی محمد ابراهيم غښتلی وايي:

"ځينې سمت پرست، قوم پرست خلک غواړي چې د ټوټاپ روانې پروژې مسير ته تغير ورکړي، موږ په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او د ولايتي شورا کې د پکتيا د خلکو استازي، مدني ټولنې او د لويې پکتيا ټول ولسونه په شريکه په يو غږ، په اسيايي بانک، ولسمشر او وزارت باندې غږ کوو چې زموږ د پروژې مسير ته دې تغير نه ورکوي، که چېرې دوی دې مسير ته تغير ورکړ او زموږ غږ يې وانه ورېده نو بيا موږ خپل غږ تر دوی او د دې پروژې پلې کېدو لپاره په مظاهرو او لارو بندولو تر دوی ور رسو او خپل حق اخلو."

په دې خبري ناسته کې د پکتيا قومي مخورو هم له مرکزي حکومته د ګيلې ترڅنګ ګواښ وکړ چې که د دوی حق ورنه کړل شي، د ارګ مخ ته به خيمې ودروي، د منګلو قومي مشر او د ولايتي شورا پخوانی رئیس ښايسته جان احدي وویل:

"دا پروژه چې ولس يو څه ورته اميدوار دی او خلک هيله مند دي چې حکومت پام ورته کړی دی، خو که د ولسمشر دويم مرستيال او اجرائيه رياست دويم مرستيال غواړي د فشارونو پر اساس د دې پروژې د مخې خنډ شي او مسير ته يې تغير ورکړي، نو دا د لويې پکتيا ولسونو په حق ظلم ګڼو، موږ به نه يوازې په لويه پکتيا کې په مظاهرو لاس پورې کړو، بلکې د ارګ او اجرائيه رياست په دروازو کې به خيمې ووهو او دغه حق مو واخلو."

د ده په خبره حکومت تل له دوی څخه د نظام د ساتلو غوښتنې کړې دي، خو نظام بيا د دوی د پاللو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

د پکتيا مدني ټولنو غړيو هم په دې خبري ناسته کې په مظاهرو د لاس پورې کېدو وويل او د ټوټاپ پروژې د په خپل وخت پلې کېدو غوښتونکي شول، دوه تنه مدني فعالان، ډاکټر عبدالهادي حماس او سيدجمال الدين اصف خېل:

"باميان هم د افغانستان وګړي ګڼو، ولې موږ له سياسي رهبري نه دا غوښتنه کوو چې د هغوی لپاره دې يو بل بديل غوره شي، که چېرته دوی دا کار کوي او د پکتياوالو له خولې ګوله اخلي هغوی ته يې ورکوي، نه يوازې منو يې نه ورسره بلکې خپل حق به واخلو."

"د افغان ولسمشر دويم مرستيال او د اجرائيه رياست دويم مرستيال څه وخت وړاندې ويلي دي چې که د ټوټاب پروژې کارونه د باميانو په مسير ونه ګرځي دوی به خپلو دندو ته استفاع ورکړي، دوی په دې ډول په حکومت فشار راوړي چې د پروژې مسير ته تغير ورکړي او باميانو ته د لويې پکتيا برېښنا ورکړي چې موږ له حکومته غواړو زموږ حقونه تر پښو لاندې نه کړي، که چېرې دوی دا کار وکړ، نو دا به زموږ او حکومت دواړو لپاره اخېرنی چانس وي او موږ به په دې ولايتونو کې د حکومت ټغر ورټول کړو."

دغه خبري ناسته په داسې مهال وربلل کېږي چې د لويې پکتيا د انتقالي برېښنا پروژې پر سر چې د ټوټاپ په نوم يادېږي د خلکو احساسات له هغه وروسته راوپارېدل چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش څو ورځې وړاندې وويل، که د دغې پروژې د پلې کېدو مسير د باميانو ولايت په لوري تغير نه شي دی به له دندې استفاع وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د خوست ولایت مشرتابه، ولایتي شورا، مدني فعالانو او قومي مشرانو هم د ولسمشر د دویم مرستال سرور دانش د هغو څرګندونو پر وړاندې جدي غبرګون وښود چې غواړي لویې پکتیا ته د برېښنا د غځونې مسیر بدل کړي.

دوی وویل، لویه پکتیا د افغانستان د جغرافیې یوه مهمه برخه ده او اوسیدونکي يې حق لري چې د نورو افغانان په شان د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.

د يادولو وړ ده چې په دې اړوند له تېرو شپږو ورځو راهيسې، د خوست، پکتيکا، پکتيا او لوګر خلکو مدني اعتراضونه روان دي او له مرکزي حکومت څخه د خپلو حقونو د په خپل وخت ورکړې غوښتنه کوي.​

راپور: داود تپان