د سولې په نه کولو سره د طالبانو په وړاندې د عملیاتو غوښتنه

که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، د څلور اړخيزې غونډې غړي هېوادونه به د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو مسئوليت پر غاړه ولري،دا خبرې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي له ټايمز اف انډيا ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند او همدا راز افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي هم د افغان طالبانو پر حملو چې له پاکستانه طرحه کېږي، د پاکستان د سترګو پټولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کابل له خونړۍ حملې وروسته چې تر درې سوه زيات کسان په کې ټپيان شول او تر شپېته کسانو زیات په کې ووژل شول، د افغان حکومت د طالبانو او داعش په شمول د ټولو وسله والو ډلو پر وړاندې د نظامي عملیاتو پرېکړه د پام وړ اقدام بلل کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستيال وزيرحکمت خليل کرزي له ټايمز اف انډيا ورځپاڼې سره په مرکه کې پاکستان ته په اشاره ويلي:

"که تاسو موږ ته واياست چې طالبان د سولې مذاکراتو ته نه شئ راوستلائ، سمه ده. پر طالبانو به ستاسو نفوذ کم شوی وي خو تاسو د دې وړتيا لرئ چې په خپل کور کې دننه د هغوی پر وړاندې اقدامات وکړئ. د هغو پټنځايونو مخه ونيسئ چې تاسو جوړ کړي، له موږ سره د یوه خپلواک هېواد په توګه چلند وکړئ او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په خپله د یوه مسئول هېواد په توګه عمل وکړئ."

د هندوستان د بهرنیو چارو له مرستيال وزير سوبر امنيم جې شنکر سره د ليدو پر مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو مرستيال وزیر حکمت خليل کرزي له هندوستانه د اوسنۍ جګړې لپاره د حمله کوونکو هليکوپټرو غوښتنه وکړه.

له هغه وروسته چې د اپرېل په نولسمه په کابل کې خونړۍ حمله وشوه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې نظامي عمليات وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ازادي راډيو ته د افغان ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې له طالبانو سره به په راتلونکو څو اونيو کې مذاکرات وشي او په دې اړه پاکستان خپلې هڅې کوي خو ده زياته کړې چې د افغان طالبانو پر وړاندې نظامي عملیات به د څلور اړخيزه غونډې د ټولو غړو په سلا مشوره کېږي.

سرتاج عزیر

ده ويلي:

"موږ باید لومړی هغوی د خبرو مېز ته کېنو او ټولو ته د خبرو چانس ورکړو، وروسته د هغوی په وړاندې چې خبرې نه کوي اقدام کولای شو. د هغوی په وړاندې که هر اقدام کېږي، باید په څلور اړخیزه کمېټه کې له سلا مشورو وروسته پرېکړه وشي، دا یوازې د پاکستان مسؤلیت نه دی بلکې څلور اړخېزه کمېټه چې د همدې هدف لپاره جوړه شوې، هره فیصله چې کوي باید په ګډه یې وکړي او هغه په ګډه هم عملي شي."

خو ښاغلي کرزي ټايمز اف انډيا ته ويلي چې د همکارېو په څلور اړخيزه غونډه کې ويل شوي و چې طالبان باید مذاکراتو ته حاضر کړای شي خو که موږ طالبان د سولې مېز ته حاضر نه کړل، څلور واړه هېوادونه مسئوليت لري چې د دوی پر وړاندې نظامي اقدامات وکړي.

ښاغلي کرزي ويلي افغانستان ټول لوري اوس د دې ژمنې دوهمې برخې ته متوجه کوي.

ښاغلي کرزي د ټایمز اف انډيا ورځپاڼې ته ويلي چې د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ سلاکار سرتاج عزيز په دې وروستيو کې واشنګټن ته تللی وو او د ټولې نړۍ مخې ته يې وويل چې طالبان د دوی په هېواد کې اوسي.

هغوی په پاکستان کې روغتیايي اسانتياوې تر لاسه کوي، هغوی ملاتړ تر لاسه کوي او د هغوی لوژستيکې تاسيسات او هر څه يې په پاکستان کې دي.

اوس افغانستان له پاکستانه غواړي چې دغه تاسيسات له منځه يوسي او دوی باید اقدام وکړي.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسن د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کمېټې په غونډه کې وويلې چې امریکا د پاکستان پر حکومت فشار راوستلی چې د تروريستانو تر منځ د توپير نه کولو ژمنه دې عملي کړي.

د ده په وینا، په سیمه کې بايد د تروريستانو لپاره خوندي ځايونه نه وي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تېره اوونۍ وويل چې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ته يې بيا بيا د هغوی د زغم په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې لپاره لري چې د پاکستان له خاورې عمليات کوي.