شيعه لاريون کوونکو د عراق په کابینه کې د بدلون لپاره د رايو غوښتنه کوله

زرګونو شيعه لاريون کوونکي د مذهبي مشر مقتدا الصدر په خبره د بغداد کوڅو ته راووتل او عراقي له پارلمانه يې په کابینه کې د بدلون راوستلو لپاره د رايو غوښتنه کوله.

لاريون کوونکي په بغداد کې د ګرین زون په نوم خوندي ساحې ته ورغلل چيرته چې د پارلمان ودانۍ او بهرني سفارتونه دي.

مقتدا الصدر پر صدراعظم حېدر العبادي له ډېره وخته فشار راوړي چې د اصلاحاتو لپاره خپل وړانديزونه عملي کړي.

دا په څو اوونيو کې په بغداد کې تر ټولو لوی لاریون وو. د پارلمان ریس سليم الجبوري نن د اداري فساد په اړه د خبرو لپاره غونډه راغوښتې.

دا څرګنده نه ده چې ايا پارلمان به نن غونډه وکړي او که نه. د پارلمان د وکيلانو تر منځ د اختلافاتو له کبله د حکومت کارونه اغېزمن شوي دي.

شاوخوا سل وکيلان له دوو اوونيو راهيسې د پارلمان د ودانۍ مخې ته ټول شوي او د پارلمان د ریس له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه.

دوی هڅه کوي د پارلمان د غونډې مخه ونيسي.