مسلمیار: د افغانستان د برخلیک په اړه د"کري"پریکړې د شرم وړ دي

د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار

د ملي یووالي حکومت د موافقې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو غبرګونونه را پارولي دي.

دغو سناتورانو د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوسني حکومت د سیاسي هوکړه لیک په اړه د جان کري دریځ د افغانستان د اساسي قانون خلاف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په کابل کې وویل، د ملي وحدت حکومت موافقه د دوو نه بلکې د پنځو کلونو لپاره ده.

مشرانو جرګه وایي، د ملي یووالي حکومت د موافقې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري وروستۍ څرګندونې د دې هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

د دې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې د افغانستان د برخلیک په اړه دا ډول پریکړې د شرم وړ دي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"زه افسوس کووم او عار یې ګڼم چې د یوه بهرني هېواد د بهرنیو چارو وزیر راځي او موږ ته برخلیک ټاکي دا موږ ته د عیب خبره ده دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، دا کار خپله جمهور رییس او اجراییه ریس هم کولای شول چې خلکو ته یې ډاډ ورکړی و."

د ملي یووالي حکومت موافقه څه باندې یو نیم کال مخکې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کاندیدانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جان کري په حضور کې لاسلیک شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د شنبې په ورځ کابل ته په خپل سفر کې د ملي یووالي له حکومته د امریکا د دوامداره ملاتړ ترڅنګ وویل چې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ سیاسي هوکړه لیک د پنځو کلونو لپاره دی.

پخوا تر دې افغان چارواکو ویل چې د ملي یووالي حکومت موافقه د دو کلونو لپاره ده او د دوو کلونو له پوره کیدو وروسته به لویه جرګه را غوښتل کیږي او اجرائیه ریاست به صدارت ته اړوي.

د ملي یووالي حکومت موافقه څه باندې یو نیم کال مخکې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کاندیدانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جان کري په حضور کې لاسلیک شوه.

افغان سناتوران وایي، د هېواد مهمې سیاسي چارې باید خپله افغان چارواکي فیصله کړي نه بهرنیان.

دوو تنو سناتورانو امنې افضلي او محي الدین منصف وویل:

"د دې څرګندونو پرځای باید دوی له موږ سره د سولې په برخه کې هڅه وکړي پر پاکستان فشار راوړي ترڅو وسله وال مخالفان د خبرو میز ته کیني.

-زما په نظر دا د شرم وړ خبره ده چې د یوه بهرني هېواد د بهرنیو چارو وزیر راځي او زموږ د جمهوري ریاست موده تمدیده کړي، د جان کري څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د افغان حکومت د پایښت خبره په داسې حال کې کوي چې له دې حکومته د خلکو شکایتونه ورځ تربلې زیاتيږي.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره سم خلکو ته د هر اړخیزو اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ ژمنې ورکړې وې، خو سناتور ګل احمد اعظمي وایي، په همدې برخو کې د ژمنو نه عملي کیدو پر حکومت د خلکو باور کم کړی دی.

ناجیه ساپۍ